په پنجشېر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې روزنیز پروګرام جوړ شو

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۵:۳۳
ago

په پنجشېر کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مبارزې روزنیز پروګرام جوړ شو، چې موخه يې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مبارزې په برخه کې د ننګونو حل کول او د اجرااتو یوشان والی ښوول شوی دی.

دا روزنیز پروګرام د لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي پر ضد د مبارزې مرستیالۍ د پنجشېر، پروان او کاپيسا څارنوالانو ته دایر کړی و.

په دغه پروګرام کې د یادو شویو درېیو ولایتونو ۲۵ څارنوالانو، د ښځو د چارو ریاست ۳۱ کارکوونکو او د کورنیو د ستونزو د هواري آمرانو ته د اختتاف، قاچاق، د انسان د پېر و پلور او د جزايي دعوا د قضیو د څېړنې په تړاو روزنه ورکړل شوه.

دا پروګرام دوه ورځنی پروګرام و، چې په نړیوالو چارو کې د لوی څارنوال د مشاور عبدالبصیر، د پنجشېر استیناف څارنوالۍ د رئیس، د ښځو چارو رئیسې او د دغه ولایت د ځینو نورو چارواکو په حضور کې د ۱۳۹۹ کال د لړم پر ۲۲ پای ته ورسېده.

په نړیوالو چارو کې د لوی څارنوال مشاور عبدالبصیر خالد وویل، لویه څارنوالي تل هڅه کوي، چې مېرمنې عدالت ته لاسرسی ولري. ښاغلي خالد په ولایتونو کې د ښځو د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې د آمریتونو او همداراز په خصوصي او عامه ادارو کې د ښځو د ځورونې پر ضد د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ ایجادول په دې برخه کې د لویې څارنوالۍ مثبت ګامونه وګڼل.

له بلې خوا د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئیس شمس الله جاوید په دې پروګرام کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له د ښځو د ځورونې ۳۰ قضيې څېړلې دي. د ښاغلي جاوید په خبره د څارنوالانو د مسلکي او د خلکو د پوهې له زیاتېدو سره سم په ټولنه کې د ښځو د تاوتریخوالي قضيې کمې شوې دي.

بل پلو د پنجشېر مرستیال والي د دا ډول پروګرامو ترسراوی ګټور بولي او زیاتوي، هغه ادارې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي له منځه وړنې په برخه کې کار کوي، د یو بل په همغږۍ سره د ښځو پر ضد تاوتریخوالی کمولی او حللارې ورته پيدا کولی شي.

په ورته وخت کې د پنجشېر د ښځو چارو رئيسې خاطره شیخ خاني په دې پروګرام کې وویل، د نورو ولایتونو په پرتله په دې ولایت کې د ښځو د تاوتریخوالي پېښې کمې دي؛ خو له مېرمنو د کورنیو د ملاتړ او د حقوقي مشاورینو نشتوالی لا هم د ښځو پر وړاندې اصلي ستونزه ده.