په څلورلارو او واټونو د تصویرونو د مخنیوي په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه مقام حکم
په ځينو ولایتونو او سیمو کې لیدل کېږي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري پر واټونو، چوکونو او موټرانو د اسلامي امارت د مشرانو او یو شمېر نظامي قومندانانو تصویرونه لګول شوي دي، له شرعي ممانعت سره سره دا کار د تېرې دورې یو منفور دود هم دی، لهذا د دې کار کلک مخنیوی یو ضروري عمل دی، د دعوت، ارشاد، جلب، جذب، امربالمعروف او نهي عنالمنکر کمېسیون لخوا دې د مربوطه ولایتونو له والیانو سره په مشوره او همکارۍ په ښه حکمت او نرمښت سره له ټولو چوکونو، واټونو، بورډونو او موټرانو څخه یاد تصویرونه لیرې کړل شي.
والسلام
د اسلامي امارت مشرتابه