په کاپيسا ولایت کې د څارنوالۍ مسؤولانو له بندیانو سره ولید او د هغوی دوسيې يې بررسي کړې

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۰:۳۳
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست د هدایت پر اساس، په کاپیسا ولایت کې د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو رئيسانو ګډ پلاوي، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اتمه، د بندیانو لیدنه وکړه او د هغوی دوسيې یې بررسي کړې.

موظف پلاوي د دغه ولایت د زندان مدیریت په همغږۍ د بندیانو ستونزې واورېدې او د هغوی د ستونزو په تړاو ورسره وغږېدل.

د موظف پلاوي موندنې او د زندان د مدیریت ارایه شوې شمېرې ښيي، چې د ټولو زندانیانو دوسیې پر وخت رسیدګي شوې او په دې برخه کې ستونزه نه لیدل کېږي.

د لویې څارنوالۍ د مشرتابه د هدایت پر اساس، د دغې ادارې د مسؤولانو پلاوي په مرکز او ولایتونو کې موظف دي، چې د یوې اوونۍ په بهیر کې د بندیانو دوسيې بررسي او د خپلو کړنو په تړاو مشرباته ته راپور ورکړي.