په کندوز ولایت کې د بندیانو دوسيې بررسي او له هغوی سره لیدنه وشوه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۵:۴۱
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويې څارنوالۍ د سرپرست په هدایت، د کندوز څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د رئیسانو یوه پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د دغه ولایت له بندیانو سره مخامخ ولیدل او د هغوی دوسيې یې بررسي کړې.

دغه پلاوی وايي، چې د ۱۵ بندیانو دوسيې د تمیز غوښتنې لپاره کابل ته استول شوې، چې لا تر اوسه د تمیز محکمې پرېکړې نه دي ورسېدلې او د محکمې حکم پر یوه بندي چې د نقدي جریمې په سپارلو تورن دی، تر اوسه نه دی تطبیق شوی.

د کندوز استنیاف څارنوالۍ رئیس بندیانو ته ډاډ ورکړ چې د ټولو بندیانو دوسیې به بررسي او که کومه ستونزه تر سترګو شوه، ډېر ژر به حل شي.