یوناما له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت لاسته راوړنې وستایلې

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۶:۹
ago

کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر(یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نړویوالې ورځې په ویاړ یې خپره کړې، د ادارې فساد پر ضد د مبارزې برخه کې د افغان دولت لاسته راوړنې ستایلې او د دغه دولت پر ملاتړ یې ټينګار کړی دی. دا اعلامیه چې د لیندۍ پر ۱۸ خپره شوه، د جزا کود، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، له اداري فساد سره د مبارزې قانون او ستراتیژۍ له لارې یې، له ادارې فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان دولت د اقداماتو ملاتړ کړی دی.

په دغې اعلامیه کې راغلي: «ملګري ملتونه د هغه بنسټیزو پرمختګونو، پالیسیو او قوانینو ملاتړ کوي، چې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان دولت د کاري چاپېریال د پیاوړتیا سبب کېږي.» یوناما همداراز د څارنوالانو هدفي وژنې غندلې او له یادې ناوړه پدیدې سره د مبارزې لپاره یې له لویې څارنوالۍ سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS