یوې حلقې ژورې څاه د کیندلو د تدارک
Publish Date
Closing Date
د ا.ا.ا لویه څارنوالي د شرایطو وړ ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو له عادي بودیجې څخه د (دارالامان په سیمه کې د لویې څارنوالۍ په ودانۍ کې د یوې حلقې ژورې څاه د کیندلو د تدارک) په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي او مشخصې یې د تدارکاتو له آمریته ترلاسه کړي، خپل آفرونه دې په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو سره سم، د تدارکاتو د قانون او کړنلارې مطابق په سربند ډول د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه وروسته تر ۱۰:۰۰ بجې مخکې له غرمې د چهارشنبې ورځ د روان کال اسد میاشتې شپږویشتمې(۲۶) نیټې پورې د لویې څارنوالۍ د تدارکاتو آمریت، دارالامان – شپږمه ناحیه، کابل – افغانستان، ته دې وړاندې کړي. ناوخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو نه دي.
نوت : د آفر تضمین (۸۰۰۰۰) اتیا زره افغانۍ دی، چې د نقدو پيسو یا بانکي تضمین په ډول اخیستل کېږي. د آفر پرانیستې(آفرګشايي) جلسه د چهارشنبې پر ورځ د ۱۴۰۱ کال د اسد میاشتې په ۲۶ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د لویې څارنوالۍ په Bبلاک، اول منزل، د تدارکاتو آمریت(B027) نمبر دفتر کې ترسره کېږي.