یو کس  په فراه کې د یو سرتېري د قتل په تور په ۱۸ کاله بند محکوم شو

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۲

د ۱۳۹۹ لمریز کال په زمري میاشت کې د فراه په قلعه محمد کلي کې د ملي امنیت ریاست یو سرتېری ووژل شو او قضیه يې د عدلي رسیدګۍ لپاره د فراه اسیتناف څارنوالۍ ته ولېږل شوه.

د فراه اسیتناف څارنوالۍ د دغه سرتېري د قتل قضیه چې دوه کسان پکې تورن پېژندل شوي وو، د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۱۶ د تحقیق تر بشپړاوي وروسته د دغه ولایت ښاري ابتداییه محکمې جزا دیوان ته واستوله.

د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، د سنګرویان ګروپ د مفرزه قطعې قوماندان نقیب الله د فراه د ملي امنیت د مفرزه قطعې د پخواني سرتېري داوود په همکارۍ د دغې قطعې سرتېری عبدالظاهر په چاقو وژلی دی.

د دغې قضيې په تړاو د فراه د ملي امنیت د مفرزه قطعې پخوانی سرتېری داوود ونیول شو او قضيه يې د اتهامنامې او تحقیق تر بشپړولو وروسته د دغه ولایت د ابتداییه محکمې جزا دیوان ته ولېږله او یادې شوې محکمې هم نوموړی پر اتو کالو بند محکوم کړ.

د فراه استیناف محکمې د جزا دیوان قضايي پلاوي د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۳ د جزايي اجرااتو قانون د ۲۶۷ مادې دویمې فقرې پر اساس د دغه ولایت د ابتداییه محکمې جزا دیوان پرېکړه چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۹ شوې وه، نقض او د فراه د ملي امنیت مفرزه قطعې پخوانی سرتېری داوود يې پر ۱۸ کالو تنفیذي حبس محکوم کړ او همداراز د سنګرویان ګروپ قوماندان نقیب الله د عدلي تعقیب حکم يې هم صادر کړ.