۳۴ تنه بندیان د څلورو ماشومانو په ګډون د لغمان له محبسه خوشې شول

دغه بندیان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د څلورمې ګڼې فرمان له مخې د ۱۳۹۸ کال د غوایي پر دیرشمه، له بنده خوشې او د ۱۳ تنو نورو د بند په موده کې کموالی راغې.
د یادو بندیانو د خوشې کولو مراسمو کې د لغمان د استیناف څارنوالۍ رییس سلام جان قلمیار، د دغه ولایت والي محمداصف ننګ، ځینو څارنوالانو، د فرامینو د تطبیق کمېسیون غړو او د یاد ولایت د محبس مدیر ګډون کړی و.
د لغمان د استیناف څارنوالۍ رییس سلام جان قلمیار، په دغو مراسمو کې د یادو بندیانو خوشې کېدل د هغو کورنیو ته مبارکي ورکړه. هغه بندیانو ته په اشارې سره وویل:«تمه ده چې محبس ستاسې د اصلاح سبب شوی وي او بیا د جرم مرتکب نه شئ» ښاغلي قلمیار همداراز ټينګار وکړ، چې کوم بندیان بیا د جرم مرتکب شي، له راتلونکو فرمانونو څخه به بې برخې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د بخښنې او تخفیف فرمانونه په کمه موده کې په مرکز او ولایتونو کې تطبیق کړي دي او هغه کسان چې د دغو فرمانونو مستحق ګڼل شوي، له بنده خوشې او د ځينو نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.