د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۳۹۶ کال د سلواغې میاشتې د جرمي پېښو راپور

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۳۰ - ۱۵:۱۶

د لويې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ  د راپور له مخې په تېره یوه میاشت کې (د ۱۳۹۶ کال د مرغومي له ۲۴ څخه د سلواغې تر۲۴ پورې) په دغه مرستیالۍ کې د هېواد په کچه یو زره او ۳۵۰ جرمي پېښې ثبت شوې دي. د یادو شویو پېښو له جملې څخه ۱۰۳ قضیې د وژنې، ۱۳۵ قضیې د وهلو ټکولو او ټپي کولو او ۱۶ نورې د انسان تښتونې قضیې دي.

په دغه پېښو کې یو زره او ۷۷۵ تنه د جګړو له امله وژل شوي او ۲۸۲ میله وسله هم ترلاسه شوي ده. د دغې مرستیالۍ د راپور له مخې ۴۶۵ قضیې د تعقیب وړ دی او ۸۸۵ نورې قضیې تر کشف لاندې دي.

د دغه راپور پر اساس، تر ټولو زیاتې جرمي پېښې په کابل کې او ورپسې په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې پېښې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS