د تزویري پېژندپاڼو د ارزونې پلاوي د همدې پېژندپاڼو په اړه اسناد وغوښتل
د تزویري پېژندپاڼو د ارزونې پلاوي د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې له سیاسي ګوندونو او ملي شورا يې د تزويري پېژندپاڼو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې ده. دغه پلاوي دا خبره د ۱۳۹۷ کال د وږي پر ۲۸ رسنیو ته وکړه.
د لویې څارنوالۍ د اداري فساد د جرمونو د ارزونې او څارنې او د دغه پلاوي رئیس نور هادي هادي وویل، چې تر دې دمه دغه پلاوي ته هېڅ یوه سیاسي ګوند او بهیر چې د تزویري پېژندپاڼو وېش ادعا يې کړې، اسناد نه دي سپارلي؛ خو د ولسي جرګې یوه غړي په دې تړاو یوازې څلور مخیز راپور ورسپارلی دی.
په ورته مهال کې نوموړي زیاته کړه، چې د ملي شورا له یوه لوړپوړي غړي سره په لیدنې کې هوکړې ته رسېدلی، چې په نژدې راتلونکي کې به د دغه پلاوي غړو ته د تزویري پېژندپاڼو ځینې نمونې وړاندې کړي.
دغه پلاوي ډاډ څرګند کړ، چې دا مسأله به په بې پرې توګه وڅېړي. یاد شوی پلاوی د اساسي قانون د ۱۳۵ مادې، د نفوسو د احوال ثبتونې قانون د ۳۴ مادې او د جزایي اجرااتو د ۵۶، ۵۷ او ۵۸ مادو پر بنسټ فعالیت کوي.
د تزویري پېژندپاڼو د ارزونې پلاوی د جمهور رئیس د ۱۳۹۷ کال د وږي میاشت د ۱۱۰۰ ګڼې فرمان پر اساس تشکیل شوی، چې د لويې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، د معلوماتو او احصايې ملي ادارې، د نفوسو د احوال ثبتونې ادارې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون استازي د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د تزویري پېژندپاڼو په اړه اسناد څېړي.