د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ عزت او آبرو ده
دا خبره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د وینې د ورکړې په پروګرام کې وکړه. دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۳۱ د لویې څارنوالۍ په روغتیایي کلینیک کې، چې په دارالامان ودانۍ کې موقعیت لري تر سره شو.
په دغه پروګرام کې، چې د "ستا وینه زموږ عزت دی ای سربازه" په نوم جوړ شوی و، په عسکري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزي، رئیسانو او د یادې ادارې ځینو کارکوونکو ګډون کړی و.
د هېواد لوی څارنوال د وینې له ورکړې وروسته په یاد پروګرام کې وویل، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولنې د ملا تیر او د خلکو د اوس او راتلونکي لپاره د ډاډ او باور سرچینه ګڼل کېږي. د هېواد د لوی څارنوال په خبره، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ په ګرمو سنګرونو کې د هېوادوالو له حقونو او ازادیو دفاع کوي. نوموړي زیاته کړه: «د سربازانو د ننګ، غیرت او سرښندنې په نسبت دا ډېره کمه وینه ده، چې د لویې څارنوالۍ کارکوونکې یې خپلو سربازانو ته ورکوي.» د هېواد لوی څارنوال له ټولو هېوادوالو وغوښتل، تر څو د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د ملي دفاع وزارت د روغتیایي ټیم له خوا د وړاندې شویو ارقامو پر بنسټ، د لویې څارنوالي د کارکوونکو له خوا د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په مرکز کې تر ۱۱۰ زره سي سي وینه ورکړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په ورته مهال کې د ټولو ولایتي استیناف څارنوالیو کارکوونکو هم د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وینه ورکړه.
