لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۴۱۶۵۸ قضیې څېړلې دي
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال خپل د اجرااتو راپور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر دویمه (ملت ته د حکومت د ځواب وېینې) په کنفرانس کې وړاندې کړ.
د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په دغه کنفرانس کې وویل، چې لویې څارنوالۍ تېر کال ۴۱ زره او ۶۵۸ قضیې څېړلې دي. د نوموړي په خبره د یاد شمېر قضیو څخه ۲۱ زره او ۲۶۶ قضیې په ملکي برخه، ۱۴ زره او ۱۳۹ قضیې په عسکري برخه کې او دوه زره او ۸۵۵ د کورني او بهرني امنیت پر ضد د جرمونو، درې زره او ۳۹۸ د نشه یي توکو او ۲۳۸ نورې د انسان تښتونې د جرمونو په اړه دي.
د قضیو برخلیک
په دغه خبري ناسته کې د هېواد لوی څارنوال وویل، چې د ۲۶ زره او ۸۰۰ قضیو محاکماتي مرحلې بشپړې شوې، چې په لس زره او ۹۷۱ قضیو د استیناف او په ۱۵ زره او ۱۶۲ قضیو ابتدایي محکمې پرېکړې کړې دي. په دغه راپور کې راغلي، چې دوه زره او ۱۲ قضیې تر کار لاندې دي او نهه زره او ۵۴۷ قضیې د مناسبو او لازمو دلیلونو د نه شتون له امله حفظ شوې دي.
د ښاغلي حميدي په خبره، دغې ادارې له ۱۳۹۵ کال را پدې خوا د انسان تښتونې ۵۷۴ قضیې هم څېړلې دي او په دې اړه یې یو زر او ۳۳ کسان نیولې او تر څېړنه لاندې دي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د یادو جرمونو له امله (۸۰ میلیونه او ۵۵۰ زره او ۳۵۲ افغانۍ، ۴۲۰ زره او ۹۵۰ پاکستانۍ کلدارې، ۲۱۴ زره او ۲۰۰ هندي کلدارې او ۱۰۵ زره او ۷ امریکایي ډالر) د دولت خزانې ته لېږدول شوې دي.
ښاغلي حمیدي، د نشه یي توکو او اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د داخلي چارو اصلاحات او څارنه، ظرفیت لوړونه او روزنه، عدالت ته لاسرسی، قانون واکمني، د بندیانو د حقونو رعایتونه او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیدګي د لویې څارنوالۍ له نورو کړنو او لاسته راوړنو څخه وبلل.
د اداري فساد پر ضد مبارزه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال د اداري فساد پر ضد مبارزه د یادې ادارې لومړیتوب وباله. د نوموړي په خبره، په همدې موخه د ځینو ادارو سره په همغږۍ د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز جوړ شوی او دغه مرکز په ۱۳۹۷ کال د اداري فساد ۸۵۰ لویې قضیې په لاس راوړې دي. د یاد راپور پر بنسټ، د یاد شمېر قضیو څخه ۱۱۰ قضیې څېړل شوې او محکمې ته استول شوې دي، په ۱۹۳ قضیو یاد مرکز کار کوي، ۷۶ قضیې تر کشف لاندې دي، ۴۵۴ د څېړنې د واک نه لرلو له امله اړوند مراجعو ته استول شوې او ۱۷ نورې د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله ساتل شوې دي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «د دغو قضیو اړوند ۲۱۲ کسان د یاد مرکز له خوا محکوم او مجازات شوي، ۶۷ کسان ممنوع الخروج او د ۲۸ کسانو دندې تعلیق شوې دي.»
د هېواد د لوی څارنوال د وړاندې شوي راپور له مخې، د یادو قضیو د څېړنې پر مهال دوه میلیارده و ۳۲۰ میلیونه و ۱۸۹ زره او ۹۴۷ افغانۍ، ۱۵۳ میلیونه و ۱۴۰ زره او ۸۲۰ امریکایي ډالر، ۲۹۹ زره او ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۳۰۹ میلیونه ایراني تومن، شپږ میلیونه او ۷۰۱ سعودي ریال، سل زره اماراتي درهم او ۱۵ زره یورو په لاس راغلي او د دولت بانکي حساب ته اچول شوې دي.
ښاغلي حمیدي په دغه خبري ناسته کې وویل، چې لویې څارنوالۍ له جرمي قضیو او مجرمینو سره په مبارزه سربېره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې نور فعالیتونه هم تر سره کړې. نوموړي د اداري فساد پر ضد د مرستیالۍ د جوړونې، د ناقانونه شتمنیو د بېرته اخېستو د مسودې د تصویب او د اداري فساد پر ضد د دریو کنفرانسونو( د اداري فساد پر ضد د منبر غږ، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د اداري فساد پر ضد د مبارزې کنفرانس او د اداري فساد پر ضد د مبارزې کنفرانس) په اړه هم یادونه وکړه.
نوموړي همداراز زیاته کړه: « دغې ادارې تېر کال د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو له وزارت ، دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست، د تدارکاتو له ملي ادارې او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدنې کمېسیون سره پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.»
د نشه یي توکو پر ضد مبارزه
د لوی څارنوال د خبرو پر بنسټ، لویې څارنوالۍ تېر کال د نشه یي توکو درې زره او ۳۹۸ قضیې څېړلې دي. د دغو قضیو اړوند دوه زره ۷۶۵،۲۳۵ کیلو ګرامه هیرویین، شپږ زره او ۷۷۸ کیلو ګرامه مورفین، ۱۶ زره او ۳۸۸،۳۴۸ کیلو ګرامه تریاک، ۲۸۱ زره او ۸۲۲،۱۹۱ کیلو ګرامه چرس، ۸۵ زره او ۹۲۸،۸۰۴ کیلو ګرامه کیمیاوي مواد، اته زره او ۹۱۴،۱۰۴ لیتره الکولي مشروبات، یو زر او ۲۸۷،۵ لیتره تیزاب او یو میلیون او ۲۴ زره ټابلیټ(k) په لاس راغلي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د یادو قضیو د څېړنې پر مهال، شپږ میلیونه و ۲۵۶ زره او ۶۶۲ افغانۍ او ۲۳۱ زره او ۷۵۰ امریکایي ډالر په لاس راغلي دي.
داخلي څارنه
د افغانستان د لوی څارنوال په باور، د کورنیو چارو د اصلاح لپاره د عدلي خدمتونو وړاندې کول او له اداري فساد سره مبارزه یوه اړتیا ده؛ له همدې امله دغه اداره په یادو شوو لاسته راوړنو سربېره د یادې ادارې کورنۍ چارې په جدي ډول څاري. نوموړي زیاته کړه: «د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست په ځانګړې ډول د کورنیو چارو د څارنې په موخه د یادې ادارې په تشکیل کې جوړه شوې ده. دا څانګه په ۱۳۹۷ کال کې یو زر او ۳۳۰ ځلې سیارې ګزمې کړې او د لویې څارنوالۍ نږدې شل کسان یې، چې په ادارې فساد کې ښکېل و، پېږندلي او نیولي دي.»
د هېواد د لوی څارنوال د وړاندې شوي راپور پر بنسټ، په یادو لاسته راوړنو سربېره د اداري فساد پر ضد د خلکو د همکارۍ د جلبولو په موخه درې زره تبلیغاتي بروشر وېشل شوي او په مرکز او ولایتونو کې د اداري فساد پر ضد د هېوادوالو د اطلاع ورکونې او همکارۍ په موخه درې زره پوسټرونه هم لګېدلې دي.
د ښاغلي حميدي په خبره، د څارنوالانو د شتمنیو ثبتول، د څارنوالانو د منافعو د تضاد فرم تهیه او لاسلیکول، د برقي حاضرۍ فعالول هغه فعالیتونه دي، چې لویې څارنوالۍ د داخلي څار(نظارت) په موخه تر سره کړي دي.
داخلي اصلاحات
د هېواد لوی څارنوال په دغه ناسته کې وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د یادې ادارې د کورنیو چارو د اصلاح او جوړونې په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري. نوموړي د اداري فساد پر ضد د مرستیالۍ جوړونه، په ښځینه ازادۍ محرومو ځایونو کې د څار څارنوالۍ جوړول، په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي څارنوالیو جوړول، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې کمولو د آمریتونو جوړول، د نړیوالو جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ جوړول، د عامه شتمنیو د بېرته اخېستلو څارنوالۍ جوړول، په تشکیلاتو کې د موازي څانګو له منځه وړل، د اړتیا له مخې د تشکیلاتو جوړول، په ۳۴ ولایتونو کې د قضیو د ثبت(CMS) مدیریتونو او ۱۱۹ مرکزونو جوړول، په ملکي او عسکري برخه کې د یو زر او ۹۲۵ کسانو ګمارنه، چې ۳۷۷ یې ښځې دي، د ښځو ونډه له ۳ سلنې ۲۰ سلنې ته زیاتول، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ښځینه څارنوالانو ته زمینه برابرول، په پرمنفعته توګه د ۱۲۶ څارنوالانو تقاعدول او د نویو کارکوونکو ګمارل او همداراز د ګمارنې اړوند د ۲۳۱ رقابتي پروګرامونو جوړول د تېر یو کال په اوږدو کې د یادې ادارې اصلاحي پروګرامونو وبلل.
روزنه او ظرفیت لوړونه
ښاغلي حمیدي په یاده خبرې ناسته کې وویل، چې د اغیزناکه خدمتونو وړاندې کول د ادارې د کارکوونکو په ظرفیت لوړاوي پوري تړلي دي او زیاته یې کړه، په ۱۳۹۷ کال کې دغې ادارې د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه تحصیلي او روزنیز فرصتونه برابر کړي دي. د نوموړي په خبره، سږ کال ماسترۍ پروګرام ته ۸۸ څارنوالان، لیسانس زده کړو ته ۸۳ کسان، د ستاژ پروګرام ته ۷۳ کسان، بهرنیو بورسونو ته ۳۲ کسان او روزنیزو پروګرامونو ته دوه زره او ۷۱۳ کسان معرفي شوي دي.
عدالت ته لاسرسی
د هېواد د لوی څارنوال په باور، عدالت ته د هېوادوالو د لاسرسي زمینه برابرول د لویې څارنوالۍ یو بل مهم لومړیتوب دی. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: « دغې ادارې عدالت د لاسرسي د زمینې د برابرلو په موخه د ۵۷ ولسوالیو څارنوالۍ فعالې کړې دي. همداراز د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ جوړې کړې او په ۳۲ ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې په دندو ګمارل شوې دي.»
نوموړي همدارنګه وویل، چې هره دوشنبه ورځ له هېوادوالو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه وینې او ستونزې یې په قانوني توګه حلوي. نوموړي د (۱۸۰) اړیکشمېرې جوړونه، د شکایتونو صندقونه نصبول، د معلوماتو او ښه راغلاست مرکز او اطلاعاتو ته د لاسرسي مرجع جوړونه په دې برخه کې د لویې څارنوالۍ نورې لاسته راوړنې وبللې.
قانون واکمني
د هېواد د لوی څارنوال په خبره، دغه اداره د قانون واکمنۍ او د عدالت د تأمین په موخه د ګرفتارۍ قرارونه د یو فرصت له مخې تهیه او یو کوي او کشفي او امنیتي بنسټونو ته یې سپاري او په ورته مهال کې، دغه اداره د قانون واکمنۍ عالي شورا غړیتوب لري او په یاده شورا کې پر ګډون سربېره د یادې شورا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ناستې یې په دوامداره توګه دائېرې کړې دي.
د هېواد د لوی څارنوال په خبره، دغه اداره د قانون واکمنۍ په موخه ټولې قضیې په بې پرې، خپلواکه، منصفانه او قانوني ټوګه څېړي. نوموړي زیاته کړه، تیر کال د کابینې د پنځو پخوانیو او فعلي وزیرانو قضیې بشپړې شوې او ځانګړې محکمې ته استول شوې دي. له بلې خوا تیر کال د لویې څارنوالۍ په هڅو د ۱۶ جنرالانو او اوو مرستیالانو د قضیو څېړنې بشپړې شوې او د محکمې له خوا محکوم او مجازات شوي دي.
د بندیانو د بشري حقونو رعایتونه
د هېواد لوی څارنوال د بندیانو په ځانګړې ډول د ښځینه بندیانو د حقونو د رعایتونې په موخه، په ښځینه ازادۍ محرومو ځایونو کې د څار څارنوالۍ د جوړنې یادونه وکړه. د نوموړي په خبره، له ازادۍ محروم ځایونه په مرکز او ولایتونو کې د یادې ادارې له خوا په دوامداره توګه څارل کېږي. ښاغلي حميدي همداراز وویل: «د هېواد لویه څارنوالي د بندیانو د حقونو د رعایتونې په موخه د جمهوري ریاست د عفوې او بند مودې کمونې فرمانونه له صادرېدو سره سم تطبیقوي، تر څو هېڅ بندي په بند خونه کې تر ټاکلي مودې زیات پاتې نه شي.»
نوموړي همداراز، افغانستان ته له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان بندیانو را استول هم د دغې ادارې لاسته راوړنه وبلله. ښاغلي حمیدي په دې اړوند زیاته کړه: «دغې ادارې له ۱۳۹۳ کال راپدې خوا ۱۲۷۳ افغان بندیان چې په ایران کې بندیان و، خپل هېواد ته د یو هوکړه لیک له مخې استولي دي او یوازې تیر کال ۶۵۰ بندیان له ایران څخه افغانستان ته را واستول شوي دي.»
د افغانستان د لوی څارنوال د خبرو پر بنسټ، دغې ادارې د بندخونو او له ازادۍ محرومو ځایونو د وضعیت د ښه والي په موخه د شکنجې د مخنیوي کمېټه جوړه کړې او تیر کال یې (له ازادۍ محرومو ځایونو کې د قانون حاکمیت او د عدالت ټینګښت) په نوم کنفرانس هم رابللی و.
د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړنه
د هېواد لوی څارنوال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۰ قضیو د څېړنې په اړه هم یادونه وکړه او و یې ویل، د دغه څېړنو په پایله کې، دوه تنه په کندهار کې د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند د ترور په تور نیول شوي او له څېړنې وروسته په اعدام محکوم شوي. همدارنګه د بي بي سي د خبریال احمدشاه د قتل اړوند درې تنه نیول شوي او له څېړنې وروسته یو یې په اعدام، یو په شپږ کاله او بل یې په درې کاله بند محکوم او مجازات شوي دي.