کومې ادعاوې چې د اسنادو او شواهدو له مخې وي، په جدي ډول به وڅېړل شي
د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۰
کابل – افغانستان
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ټولو قضیو او مواردو ته چې پر اسنادو او شواهدو ولاړ وي او په ټولنه کې د ارامتیا، د عدالت د ټينګښت او د تورنو او سرغړونکو د تعقیب لامل شي، ژمنه ده.
څرنګه چې هېوادوال په جریان کې دي، په دې وروستیو کې د ځينو کسانو له خوا پر ځینو نورو کسانو او ادارو د رسنیو له لارې تورونه وارد شوي دي.
له اسنادو او شواهدو پرته تورونه او شایعات نه یوازې ستونزه نه شي حل کولای، بلکې په ټولنه کې ټولنیز اذهان هم ګډوډوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي له ټولو هغو کسانو څخه چې دغه ډول ادعاوې لري، غواړي چې خپل ټول اسناد او مدارک دې د رسنیو، مدني ټولنو او مدافع وکیلانو په شتون کې دغې ادارې ته وسپاري. دغه اداره د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ چې د جرمونو څېړنه او په محکمه کې د تورن پروړاندې د دعوا اقامه ده، ټولې مطرح شوې ادعاوې په جدي ډول څيړي.
له اسنادو او مدارکو پرته د بې بنسټه شایعو خپرول چې، د کسانو او ادارو د حقونو د نقض لامل کېږي او ټولنیز نظم ګډوډوي، د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې جرم شمېرل کېږي.
لویه څارنوالي ژمنه کوي چې، په پوره امانتولۍ او بې پرېتوب چې د دغې ادارې له بنسټیزو کړنو څخه شمېرل کېږي، ټول هغه اسناد او مدارک چې دغې ادارې ته راجع شي، په جدي ډول به څېړل کېږي او پایله به یې له هېوادوالو سره شریکه شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي په وروستیو څو کلونو کې د خپلو جدي او خپلواکو کړنو سره دا ښودلې چې، د هېوادوالو د ازادۍ او حقونو مدافع ده او ټولو قضیو ته یې د قانون په رڼا کې په عادلانه او سمه توګه رسېدنه کړې ده.