رسنیزه خبرپاڼه
د ۱۳۹۸ کال د غبرګولې ۱۱مه
کابل، افغانستان
د کندوز پوهنتون محصلینو ته د اسپ د غوښې د وېش د ادعا موضوع چې د همدې ولایت د جنايي پولیسو له خوا کشف شوې وه، قضیه یې په ۱۳۹۸/۲/۳۱ نېټه رسماْ لوی څارنوالۍ ته راورسیده.
په دغه قضیه کې دری تنه قصابان او قراردادي، د کندوز ولایت د امنیې قومندانۍ د جنايي مدیریت د سازمان شویو جرمونو د کشف د امریت له خوا ونیول شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالۍ، ډاډ درکوي چې دا قضیه به په جدي او عادلانه توګه د قانون د احکامو په رڼا کې په بې پرې او خپلواکه توګه وڅېړي او د شته اسنادو، شواهدو او مدارکو له مخې به خپل تصمیم ونیسي او پایله به یې د قانون د احکامو په حدودو کې د افغانستان له پتمنو وګړو سره شریکه کړي.