مطبوعاتي خبرپاڼه
د ځانګړي امنیت چارو کې د ولسمشر د پخوانۍ سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي د ادعا او څرګندوونو موضوع، چې په دې وروستیو کې یې په رسنیو کې مطرح کړې، د جمهوري ریاست د پالیسۍ، نظارت او څېړنې مرستیالۍ له خوا، د قانوني څېړنې په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده.
لویې څارنوالۍ د یادې قضیې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکلی دی. دغه پلاوي د یادې قضیې د هر اړخیزې څېړنې د بشپړاوي په موخه د یوې رسمې پاڼې له لارې له جنرال حبیب الله احمدزي غوښتي، چې د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي تر نهمې پورې ټول هغه اسناد، شواهد او مدرکونه چې په لاس کې یې لري، ټاکل شوي څېړنیز پلاوي ته وسپاري.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ډاډ ورکوي، چې یاده قضیه به په جدي، بې پرې، خپلواکه او عادلانه توګه د قانون د احکامو په رڼا کې وڅېړي او د څېړنې پر مهال د په لاس راغلو اسنادو، شواهدو او مدرکونو له مخې به پرېکړه وکړې. له پرېکړې سره سم به یې پایلې د اطلاع رسونې قانون د احکامو په حدودو کې له هېوادوالو سره شریکې کړي.