د اسلام قلعې بندر د څلورو کارکوونکو په شمول لس کسان له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او اختلاس په تور محاکمه شول
هرات استیناف څارنوالۍ د یادو کسانو د اختلاس او له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې قضیې د څېړنو تر بشپړاوي وروسته، د اداري فساد جرمونو د څېړلو ابتدائیه محکمې ته واستولې.
د اسلام قلعې ګمرک د خروجي دروازې مأمور وحیدالله د عبدالله زوی، د ترازو مأمور سهراب د غلام سخي زوی، د خروجي دروازې کارکوونکی میرمحمود د حاجي میرو زوی، د یاد ګمرک د دروازې مسؤول میرخالد د عبدالرحمن زوی او سوداګر او د بار مالکان حاجی عباس د راز محمد زوی، حاجی عبدالله د عبدالمومن زوی، محمد موسی د لعل محمد زوی او هرات کې د اسلام قلعې بندر د سرحدي ګمرک موټر چلوونکي هریو محمد نعیم د محمد کریم زوی، فضل احمد د قلندر زوی او عبدالحکیم د حاجی سنګین زوی، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې او اختلاس په تور محاکمه شول.
د اداري فساد جرمونو د څېړلو ابتدائیه محکمې، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۹ د یوې ناستې په ترڅ کې د ۲۳ او ۲۴ ګڼو پرېکړو له مخې، وحیدالله له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې او اختلاس په تور له دندې پر انفصال او پنځه کاله تنفیذي بند او سهراب یې هم په یاد تور له دندې پر انفصال او شپږ کاله تنفیذي بند محکوم کړ.
یادې قضایي ناستې، میرمحمود او میرخالد له دندو پر انفصال او درې درې کاله تنفیذي بند او محمدعیسی د بار مالک یې په درې کاله تنفیذي بند محکوم کړ.
د دغې قضایي ناستې د پرېکړې پر بنسټ، د بارونو مالکان او سوداګر حاجی عباس او حاجي عبدالله پر دوو دوو کالو او شپږو میاشتو تنفیذي بند او محمد نعیم، فضل احمد او عبدالحکیم په ۶۰ زره افغانیو نغذي جزا محکوم شول.