د نیمروز له زندان څخه د یوې ښځې په ګډون ۶۲ بندیان ازاد شول

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ دا بندیان د جمهوري ریاست د څلورمې ګڼې فرمان له مخې، چې د بندیانو د بخښنې او بند مودې کمونې په اړه صادر شوی و، د نیمروز له زندان څخه ازاد کړل.
د یاد شوي فرمان پر بنسټ، د دغه ولایت د ۶۶ نورو بندیانو د بند موده کمه شوه.
دغه بندیان د نیمروز د استیناف څارنوالۍ د رئیس څارنیار عبدالودود فیروز کوهي، له ازادۍ محرومو ځایونو د نظارت او د احکامو د تنفیذ څارنوال، د زندان د مدیر او د یاد ولایت د ځینو سیمه ییزو مسؤولانو په حضور، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۲ له بند څخه ازاد شول.
ښاغلي فیروز کوهي په دغه پروګرام کې ازاد شویو بندیانو ته په اشارې سره وویل: «له بند څخه تر ازادېدو وروسته خپلو شخصي او ټولنیزو مسؤولیتونو ته پاملرنه وکړئ او خپل چارې له اسلامي احکامو او د هېواد له نافذه قوانیو سره برابر کړئ.»