مطبوعاتي خبرپاڼه

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۳:۳۸
ago

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ  پر دوو کارکوونکو هر یو: ښاغلی څارنوال عبدالقدیر او ښاغلی کریم الله باندې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۵ سهار اووه بجې دندو ته د تګ پر مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې حمله شوې، چې یو کس شهید او بل ټپي شوی، چې اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي دا پېښه په کلکه غندي او د یادې ادارې په کارکونکو حمله په انسانیت او عدالت حمله ګڼي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې ورته ناوړه پېښې به د قانون واکمنۍ او د عدالت د تأمین په برخه کې د لویې څارنوالۍ په کلکه او غښتلې اراده کې کوم بدلون رانه ولي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې په قوي هوډ او ژمنه د درنو هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ورته شریعت او انسانیت خلاف پېښو د غندنې ترڅنګ د یادې پېښې د جدي څېړنې په موخه له امنیتي او کشفي ادارو سره په ګډه پلاوی ټاکلی، ترڅو د دغې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS