تیت پرک کارونه به اغېزناکه او مطلوبه پایله ونلري

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۲۰:۴۱
conf

دا خبره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د ښځو پر ضد له تاوتریخوالي سره د مبارزې د بنسټونو تر منځ د همغږۍ په ملي کنفرانس کې وکړه.

دا کنفرانس د لوی څارنوال، د جمهوري ریاست د دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، د ښځو چارو د وزیرې دلبر نظري، د سترې محکمې د عالي شورا د غړي قضاوتپوه محمد زمان سنګري، د لوی څارنوال د مرستیالانو، دحقوقو د پراختیا نړوالې مؤسسې((IDLO د مسؤولانو، افغانستان کې د بشري حقونو د پلاوي ریچارډ او د هېواد له هر کوټ څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالانو په حضور د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۳مه، کابل سرینا هوټل کې پیل شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په یاد کنفرانس کې د دولتي بنسټونو پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه: «موږ ښه قوانین او ظرفیت لرونکي کاري ځواکونه لرو او ادارې مو خدمت کولو ته چمتو دي؛ خو په ناهمغږۍ سره کار کول به اغېزناک نه وي او کومه مطلوبه پایله به هم ونه لري. له همدې امله یاد کنفرانس د هغه بنسټونو د همغږۍ او همکارۍ په موخه رابلل شوی، چې د کورنۍ د غړو د حقونو د ورکړې، د دوی د موقف او د عدالت د ټینګښت په برخه کې کار کوي.»

fareed hameedy

د هېواد لوی څارنوال د یادې ادارې له مراجعینو سره د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د چلند په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې د یادې ادارې د مراجعینو عزت او انساني کرامت ساتنه، غوره چلند او د قانون د تطبیق او عدالت د ټینګښت په برخه کې جدیت؛ یو له هغه کارونو څخه دي، چې د څارنوال د بریا سبب کېږي.

د ښاغلي حمیدي په باور، له مراجعینو سره په درناوي او د انساني کرامت له مخې چلند کول د هرې ادارې د بریا کيلۍ ده؛ له همدې امله د لویې څارنوالۍ رهبري تل پر یاده مسله ټینګار کوي.

د خلکو ازادۍ ته درناوی یوه بله مهمه مسله وه، چې ښاغلي حمیدي پرې ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «دا پر ځای ده، چې قانوني اړتیاوو ته په کتو خلک تر نظارت لاندې نیول کېږي؛ مګر په اجرااتو کې د ازادۍ اخېستل باید هېوادوالو ته په درناوي او ارزښت ورکولو د څارنوال اخري ټاکنه وي.»

ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو له قربانیانو سره باید داسې چلند وشي، ترڅو ډاډه شي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ادارې د قانون حاکمیت او د عدالت د ټينګښت له لارې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي د قضیو په برخه کې له اړینو مهارتونو کار اخلي. د نوموړي په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د څېړنې پر مهال د هویت خوندي ساتلو په اړه ډاډ ورکول یوه بله مهمه مسله ده، چې باید ورته پام وشي.

لوی څارنوال ټینګار وکړ، چې د مسلکي ظرفیت تر څنګ تر کار لاندې قضیو په اړه د حقایقو د سپیناوي بېلابېلې لارې، د ښه چلند مهارتونه، د ډاډ او باور احساس ورکول، له ښځو سره د تاوتریخوالي د قربانیانو خوندیتوب او هویت خوندي ساتنه د هغه ادارو له مهمو مسؤولیتو څخه دي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي په برخه کې مبارزه کوي.

لوی څارنوال د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې  د افغانستان ټول خلک لکه څنګه چې په قانون کې ذکر شوي، په یو سالم کاري چاپېریال او فضا کې د کار کولو حق لري. د ده په خبره، په خصوصي، روزنیزو او تحصیلي بنسټونو او عامه ادارو کې د ورته کاري چاپېریال او زمینې برابرول د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مکلفیت بلل کېږي. ښاغلي حمیدي زیاته کړه: «که کس یا مقام له یادو اصولو سرغړونه وکړي، د افغانستان بې پرې، خپلواکه او غیرسیاسي عدلي او قضايي بنسټونه چمتو دي، چې هره قضیه جلا جلا، په پرېکنده او قوي ارادې سره وڅېړي.»

ښاغلي حميدي ټينګار وکړ، هر څوک چې هر  شکایت لري په پوره زړوتیا سره دې د هېوادوالو او کورنیو د ډاډ په خاطر عدلي او قضايي ادارو ته مراجعه وکړي. یادې ادارې به یې د هویت او انساني کرامت ساتلو او درناوي سره شکایت ته په پرېکنده توګه رسیدګي وکړي.

د هېواد د لوی څارنوال په خبره، روزنیز، تحصیلي، خصوصي او د عامه ادارو چاپېریالونه د هېوادوالو د خدمت کولو لپاره دي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د قوانینو په رڼا کې د سالمو چاپېریالو برابرول زموږ مکلفیت دی.

ښاغلي حميدي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې په یاد کنفرانس کې د نظریاتو او تجربو شریکول به د لویې څارنوالۍ او نورو هغه بنسټونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې چې په دغه کنفرانس کې ګډون لري، اغیزناک رول ولري او هیله مند یم چې د دغه کنفرانس لاسته راوړنې به موږ مطلوبې پایلې او عملي حل لارې ته چې په قانوني او دقیقه توګه د هېوادوالو خدمت کول دي ورسوي.

له بلې خوا د جمهور رئیس مرستیال سرور دانش په دغه کنفرانس کې وویل، تمه ده چې په دغه کنفرانس کې د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو ټول اړخونه تر بحث لاندې ونیول شي او د هرې ننګونې او ګواښ لپاره جدي، عملي او چټکه حل لاره وموندل شي.

sarwar danish

ښاغلي دانش زیاته کړه: «له بده مرغه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې پر وروستيو اقداماتو سربېره؛ له بېلابېلو سیاسي، فرهنګي او اقتصادي برخو څخه د ښځو بې برخې کول د دوی پر ژوند سیوری اچولی دی.»

د ښاغلي دانش په خبره، په ملي یوالي حکومت کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره پر جدي مبارزه سربېره، د رهبرۍ په کچه د ښځو ونډه او د موقف پیاوړتیا، د مدیریت او اقتصادي فعالیتونو او تقنیني اسنادو د تصویب په برخه کې جدي ګامونه اخېستل شوي دي.

د جمهور رئیس مرستیال په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ونډې زیاتولو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو ونډه د درېیو وروستیو کلونو په ترڅ کې له درې سلنې څخه ۲۲ سلنې ته پورته شوې ده.

ښاغلي دانش د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي مرستیالي او ۱۳ ریاستونه د ښځو له خوا رهبري کېږي. د ښځینه څارنوالانو شمېر ۵۱۰ کسانو ته رسېږي، په ۳۲ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي آمریتونه د ښځو له خوا اداره کېږي او ۱۶ څارنوالانې په ولسوالیو کې خپلې دندې پر مخ وړي.» نوموړي دا موارد د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې، د لویې څارنوالۍ مهمې لاسته راوړنې وبللې.

د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه که د یاد کنفرانس په لاسته راوړنو کې د حکومت د رهبرۍ تصمیم ته اړتیا وي؛ نو په ټوله مانا یې په استازیتوب سره ملاتړ اعلانوم.

له بلې خوا د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني د وېډیویي پیغام له لارې د ملي کنفرانسونو د رابللو او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالۍ سره د مبارزې په برخه د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ هڅې وستایلې. د آغلې په خبره، د لویې څارنوالۍ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مرستیالې هڅې او زحمتونه د قبلېدو وړ او په عملي ډګر کې محسوسیږي. د آغلې غني په خبره، په وروستیو څو کلونو کې عدالت ته د ښځو د لاسرسي(د قوانینو او مقررو د طرحې او تصویب) په برخو کې بنسټیز او جدي فعالیتونه ترسره شوي، چې یاده مسله عدالت ته د ښځو د لا لاسرسي سبب شوې ده.

له دې سره سم په یاد کنفرانس کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري خبرې وکړې او په لویه څارنوالۍ کې یې د ښځو د ونډې زیاتوالي په برخه کې د یادې ادارې د رهبرۍ هڅې وستایلې.

آغلې زیاته کړه، چې لویې څارنوالۍ له ښځو چارو وزارت سره په همغږۍ د شاهد او زیانمن په نوم پروژه په کار اچولې وه؛ مګر یوازینی میکانیزم چې ډېری دغه پروګرامونه سره همغږي کوي، یوه منظمه او دوامداره پروسه ده.

آغلي له روغتیا وزارت او نورو اړونده بنسټونو څخه وغوښتل، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو په برخه کې جدي همکاري وکړي او د یادو قضیو زیانمنو ته د هېواد د ننه او یا بهر د تداوی زمینه برابره کړي.

په ورته مهال کې، د سترې محکمې د شورا غړي محمد زمان سنګري په یاد کنفرانس کې د اسلام له نظره د ښځو د موقف او ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه: «یوازینی دین چې د ښځو موقف، عظمت او وړتیا ته ارزښت ورکوي، د اسلام پاک دين دی.» نوموړي زیاته کړه، چې ستره محکمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړنې په برخه کې له لویې څارنوالۍ سره پوره همکاره او همغږي لري او یاد دوه بنسټونه په دې برخه کې په ګډه مبارزه کوي.

ښاغلي سنګري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالۍ قضیو ته د رسیدګۍ د ځانګړو محکمو د جوړېدو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سترې محکمې په درېیو وروستیو کلونو کې نړیوالو ژمنو او یادې حساسې موضوع ته په پاملرنې سره د ښځو پر وړاندې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې جوړې کړې دي.

همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو پلاوي ریچارډ د لویې څارنوالۍ د کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ښځو او دوی د حقونو د ملاتړ په برخه کې د لویې څارنوالۍ هڅې د تشویق وړ دي. نوموړي زیاته کړه، لویې څارنوالۍ په وروستیو کلونو کې د ښځو حضور په یاده اداره کې تر ولسوالیو رسولی، چې یاده مسله له ښځو څخه د دغې ادارې د رهبرۍ د ملاتړ ښکارندویي کوي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې له مجرمانو تحقیق، د دوی تعقیب او محکمې ته کشکول یو دروند مسؤولیت دی، چې په یواځي توګه په دې برخه اجراات ستونزمن دي؛ نو اړتیا ده، چې اړونده بنسټونه په دې برخه کې باید په پوره همغږي او همکارۍ اجراات وکړي.

دا کنفرانس د حقوقو د پراختیا مؤسسې(IDLO) په مالي مرسته رابلل شوی او درې ورځې به نور هم دوام وکړي.

  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

څارنپوه محمدفرید حمیدی لوی څارنوال دولت جمهوری اسلامی افغانستان این مسأله را در "کنفرانس ملی همآهنگی نهادهای مبارزه با خشونت علیه زنان" بیان کرد. این کنفرانس با حضور لوی څارنوال، قانونپوه محمدسرور دانش معاون دوم رئیس جمهوری، دلبر نظری وزیر امو زنان، قضاوتپوه محمدزمان سنگری عضو شورای عالی ستره‌محکمه، معاونان لوی څارنوالی، مسوؤلان مؤسسۀ بین‌المللی انکشاف حقوقIDLO))، ریچارد نمایندۀ حقوق بشر در افغانستان و څارنوالان منع خشون علیه زنان از سراسر کشور، امروز یک‌شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۸خورشیدی در هوتل کابل‌سرینا آغاز شد.

 

څارنپوه محمدفرید حمیدی لوی څارنوال دولت جمهوری اسلامی افغانستان در این کنفرانس بر همکاری و همآهنگی نهادهای دولتی تأکید کرد. وی افزود: "ما قوانین خوب و نیروی کاری با ظرفیت داریم و اداره‌های ما آمادۀ خدمت‌گزاری هستند؛ اما کارکردن به شکل جزیره‌یی(جداگانه) مؤثر نبوده و نتیجۀ مطلوب نخواهد داشت. بنا بر این یکی از اهداف مهم این کنفرانس همآهنگی و همکاری میان نهادهایی است که در راستای حمایت از حقوق و جایگاه اعضای خانواده و استحکام کیان آن و گسترش عدالت کار می‌کنند، می‌باشد."

لوی څارنوال کشور در مورد برخورد کارکنان لوی څارنوالی با مراجعه کنندگان این اداره نیز صحبت کرد. وی افزود که یکی از کارهایی که څارنوال را در کارش مؤفق می‌سازد، آهنین بودن دستانش در امر تطبیق قانون و تأمین عدالت و قلب رؤوف و مهربانش در برخورد، حفظ احترام و کرامت انسانی مراجعه کنندگان این اداره است.

به باور آقای حمیدی برخورد نیک توأم با احترام و کرامت انسانی با مراجعه کنندگان، کلید مؤفقیت هر اداره است و به همین منظور است که رهبری لوی څارنوالی همواره بر این مسأله تأکید دارد.

تأکید بر احترام به آزادی افراد از مسایل مهم دیگری بود که لوی څارنوال دولت جمهوری اسلامی افغانستان بر آن تأکید کرد. وی افزود: "درست است که با توجه بر ضرورت قانونی افراد تحت نظارت قرار می‌گیرند؛ اما با توجه به ارزش و احترام شهروندان، سلب آزادی افراد باید آخرین گزینه در اجراآت هر څارنوال باشد."

آقای حمیدی در ادامه افزود که با قربانیان قضایای خشونت علیه زنان باید طوری برخورد شود که آنان اطمینان حاصل کنند که عدالت، حاکمیت قانون و اداره‌های دولت جمهوری اسلامی افغانستان مهارت لازم را برای رسیدگی به قضایای خشونت علیه زنان دارند. به قول وی اعتبار و اطمینان دادن از محرمیت قربانی از مسایل مهم و اساسی دیگر در رسیدگی قضایای خشونت علیه زنان است که باید رعایت شود.

لوی څارنوال کشور تأکید کرد که در کنار ظرفیت مسلکی، شیوه‌های رسیدن به حقایق قضایایی که تحت کار می‌باشد، مهارت برخورد خوب، دادن احساس اعتماد و اطمینان، حفظ محرمیت و مصونیت به قربانیان خشونت علیه زنان، از مسوؤلیت‌های مهم اداره‌هایی است که در راستای مبارزه با خشونت علیه زنان کار می‌کنند.

لوی څارنوال دولت جمهوری اسلامی افغانستان در ادامه افزود که تمام مردم افغانستان؛ همان‌طور که در قوانین ذکر شده است حق دارند که در یک فضا و محیط‌کاری سالم، کار کنند. به گفتۀ وی فراهم‌سازی این زمینه و محیط در نهادهای تعلیمی، تحصیلی، خصوصی و اداره‌های عامه، از مکلفیت‌های دولت جمهوری اسلامی افغانستان و اداره‌های دولتی است. آقای حمیدی افزود: "هرگاه این اصول با عمل‌کرد مقام یا فردی نقض شود، نهادهای بی‌طرف، مستقل و غیر سیاسی عدلی و قضایی افغانستان، آماده اند که با قاطعیت و ارادۀ متین به تک – تک این قضایا رسیدگی کنند."

آقای حمیدی در ادامه تأکید کرد که هر کسی هر شکایتی دارد شجاعت به خرج داده و به خاطر اعاده اطمینان خانواده‌ها و مردم افغانستان، به نهادهای عدلی و قضایی مراجعه کند، افزون بر حفظ هویت، محرمیت، مصونیت، احترام، عزت و کرامت، به شکایتش با قدرت، قاطعیت و صلابت رسیدگی خواهد شد.

به گفتۀ لوی څارنوال کشور محیط‌های تعلیمی، تحصیلی، خصوصی و اداره‌های عامه، مکانی برای خدمت‌گزاری به مردم افغانستان اند و مکلفیت ما داشتن محیط‌های سالم در پرتو قوانین دولت جمهوری اسلامی افغانستان می‌باشد.

آقای حمیدی در ادامه گفت که نظریات و تبادل تجارب در این کنفرانس در ظرفیت کارکنان څارنوالی و دیگر نهادهایی که در این کنفرانس حضور دارند، مفید خواهد بود و امیدوارم که یافته‌های این کنفرانس ما را به نتیجۀ مطلوب و راه حل‌های عملی که همانا خدمت‌گزاری دقیق و قانون‌مند به مردم افغانستان است، برساند.

از سوی دیگر قانونپوه محمدسرور دانش معاون رئیس جمهوری در این کنفرانس گفت که انتظار می‌رود در این کنفرانس، تمام ابعاد پدیدۀ خشونت علیه زنان در کشور مورد بحث قرار بگیرد و برای هر چالش راه حل‌های جدی، عملی و وسیع جستجو شود.

 

آقای دانش افزود: " علی‌رغم اقدامات اخیر در راستای مبارزه با خشونت علیه زنان؛ اما با تأسف محرومیت‌ها در عرصه‌های مختلف فرهنگی، اقتصادی و سیاسی در زندگی زنان سایۀ سنگین افکنده است."

به گفتۀ آقای دانش در حکومت وحدمت ملی افزون بر  مبارزۀ جدی با خشونت علیه زنان،  در راستای تقویت جایگاه و مشارکت زنان در سطوح رهبری، مدیریت و فعالیت‌های اقتصادی و تصویب اسناد تقنینی، گام‌های جدی برداشته شده است.

معاون رئیس جمهوری از افزایش حضور زنان در لوی څارنوالی نیز به نیکی یاد کرد و افزود که در سه سال‌ اخیر حضور زنان در لوی څارنوالی از سه درصد به ۲۲ درصد افزایش یافته است.

آقای دانش در ادامه گفت: "مرستیالی منع خشونت علیه زنان و ۱۳ ریاست در لوی څارنوالی توسط زنان رهبری می‌شوند. تعداد څارنوالان زن به ۵۱۰ تن رسیده و در ۳۲ ولایت آمریت‌های منع خشونت علیه زنان، توسط زنان مدیریت می‌شوند و ۱۶ څارنوال زن در ولسوالی‌ها حضور دارند." وی این موارد را از دست‌آوردهای مهم لوی حارنوالی در راستای حمایت از حقوق زنان دانست.

معاون رئیس جمهوری افزود که اگر در یافته‌های این کنفرانس موارد یا طرحی به دست بیاید که نیاز به تصمیم رهبری حکومت داشته باشد، به نمایندگی از حکومت اعلام میکنم که به تمام معنا در کنار شما خواهیم بود.

از سوی دیگر رولا غنی بانوی نخست کشور در پیام ویدیویی از تلاش‌های رهبری لوی څارنوالی در راستای راه اندازی کنفرانس‌های ملی و برنامه‌های آموزشی به منظور مبارزه با خشونت علیه زنان به نیکی یاد کرد. به قول وی زحمت‌ها و تلاش‌های لوی څارنوال و معاونش در امور مبارزه با خشونت علیه زنان و تخلفات اطفال در ساحۀ عمل در این راستا محسوس و قابل قبول است. به قول وی در سال‌های اخیر در زمینۀ دسترسی زنان به عدالت کارهای جدی و اساسی( طرح و تصویب قوانین و مقرره‌ها) صورت گرفته که این مسأله سبب دست‌رسی بیش‌تر زنان به عدالت شده است.

در همین حال دلبر نظری وزیر امور زنان که در این کنفرانس صحبت می‌کرد، از تلاش‌های رهبری لوی څارنوالی در راستای گسترش حضور زنان به ویژه څارنوالان زن در لوی څارنوالی قدردانی کرد.

وی افزود که لوی څارنوالی افغانستان در همآهنگی با وزارت امور زنان دستگاه عدلی و قضایی، پروژۀ شاهد و متضرر را راه انداز کرده است؛ اما میکانیزمی که بتواند تعدد این برنامه‌ها را انسجام دهد مستلزم یک کارشیوۀ منظم و مدون است.

وی از وزارت صحت‌عامه و دیگر نهادهای مربوط خواست که در قضایای حاد خشونت علیه زنان باید به گونۀ جدی همکاری کرده و زمینۀ تداوی متضرران این قضایا را در داخل یا خارج از کشور مساعد سازند.

در همین حال محمدزمان سنگری عضو شورای عالی ستره‌محکمه در این کنفرانس از ارزش و جایگاه زنان در اسلام سخن گفت و افزود: " یگانه آئینی که عظمت، شایستگی و جایگاه زن را ارزش می‌دهد، دین مقدس اسلام است." وی علاوه کرد که ستره‌محکمه در زمینۀ رسیدگی به قضایای خشونت علیه زنان همکاری و همآهنگی کامل با لوی څارنوالی داشته و این دو نهاد در این راستا، به گونۀ مشترک مبارزه می‌کنند.

آقای سنگری از ایجاد محاکم اختصاصی رسیدگی به قضایای خشونت علیه زنان نیز سخن گفت و افزود که ستره‌محکمۀ دولت جمهوری اسلامی افغانستان با توجه بر تعهد بین‌المللی دولت و حساسیت موضوع، رسیدگی به قضایای خشونت علیه زنان، در سه سال اخیر محاکم اختصاصی رسیدگی به این قضایا را در 28 ولایت کشور ایجاد کرده است.

همچنان ریچارد نمایندۀ حقوق بشر در افغانستان از دست‌آوردها و کارکردهای لوی څارنوالی ابراز قدردانی کرد و افزود که تلاش‌های لوی څارنوال کشور در راستای تقویت و تحکیم څارنوالی و حمایت از زنان و حقوق آنان ستودنی است. وی افزود که لوی څارنوالی در سال‌های اخیر حضور زنان تا سطح ولسوالی‌ها افزایش داده است که این مسأله خود نمایانگر حمایت رهبری لوی څارنوالی از زنان را نشان می‌دهد.

وی در ادامه گفت که تحقیق و تعقیب مجرمان و به محاکمه کشانیدن آنان یک مسؤولیت بسیار سنگین است که اجراآت در این راستا به تنهایی مشکل خواهد بود، بنابر این نیاز است تا نهادهای مربوط در همکاری و تلاش مشترک در این عرصه عمل کنند.

 این کنفرانس به همکاری مالی مؤسسۀ انکشاف حقوق(IDLO) برگزار شده است و برای سه روز دیگر ادامه خواهد داشت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS