درې کسان د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت اخېستنې په تور محاکمه شول

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۹:۷
mahkama

د قضیې اړوند میراخان د ګل اوراق زوی، سلیمان د غلام سخي او زمری د شیرین دل زوی د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۳۰ د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له خوا محاکمه شول.

د قضیې عاملین د کشفي بنسـټونو له خوا، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۵ په بالفعل ډول نیول شوي او د څېړنو او عدالت ټینګښت په موخه لویې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

د لوګر د کدستر مامور، د یو خصوصي شرکت رئیس او د یو رهنمای معاملات واله د یادې قضیې تورن دي. د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، یادو کسانو د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي دولت خان د حسین خان زوی ته د یو زر او اته سوه جریبه ځمکې د ورکړې په بدل کې چې ګواکي دا ځمکه د دوی میراثي ده، د هر جریب په بدل کې د لس زره افغانیو رشوت غوښتنه کړې چې ټولې ۱۸ میلونه افغانۍ کېږي.

د قضیې مؤظف څارنوال د څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د تور د اثبات لپاره د شواهدو او اسنادو تر وړاندې کولو وروسته له قضايي پلاوي غوښتي، چې یادو تورنو ته د جزا کود د ۸۵، ۳۷۰، ۳۷۱، ۳۷۲، ۳۷۳ او ۳۸۵ مادې له مخې جزا ورکړي.

د ناستې قضایي پلاوي، میراخان د یو میلیون رشوت اخېستنې په تور د جزا کود د ۳۷۰ مادې دویمې فقرې، ۳۷۱ مادې لومړی فقرې پنځم بند، د ۳۷۵ مادې دویمې فقرې او د ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې له مخې پر شپږ کاله تنفیذي بند او له دندې پر انفصال سربېره په یو میلیون افغانیو نغدي جریمه محکوم کړ.

همداراز سلیمان د ۱۸ میلونه افغانیو رشوت اخېستنه کې د منځګړیتوب په تور، د جزا کود د ۳۷۰ مادې څلورمې فقرې، ۳۷۲ مادې لومړۍ فقرې شپږم بند، ۳۷۳ مادې او ۳۸۵ مادې لومړۍ فقرې له مخې په اووه کاله تنفیذي بند او ۱۸ میلیونه افغانیو نغدي جریمې چې د منځګړیتوب له امله د اخېستي رشوت سره برابريږي محکوم شو.

یادې قضایي ناستې، زمرۍ په رشوت اخېستنه کې د لاس لرلو د اثبات لپاره د مناسبو دلیلونو د نه شتون له امله، د جزا کود د پنځمې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۵ مادې له مخې بري الذمه وګاڼه.   

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS