د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

ago_admin

saranwal

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۸/۴ د شنبې ورځ له غرمې وروسته، د هلمند استیناف څارنوالۍ ریاست د ګرمسېر ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ د تحقیق څارنوال ښاغلی بهاالدین بها کور ته د تګ پر مهال د یوې تروریستي حملې له امله په شهادت رسېدلی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري، د دغه دردوونکې او غموونکې پېښې په اړه د شهید کورنۍ، خپلوانو او د هېواد شریفو او متدینو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي. خدای بخښلي ته د لوی خدای له دربار څخه د مغفرت او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټينګار کوي، چې دا ډول ظالمانه کړنې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې په پرېکنده اراده کې آن یو کوچینی خنډ هم نشي جوړولای. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي، په هر ډول شرایطو کې په ټینګ عزم او هوډ سره د افغانستان د عزتمندو او شریفو خلکو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبري د ورته انسانیت او شریعت خلافه حملو د غندنې تر څنګ، د یادې پېښې د جدي او قانوني څېړنې په موخه پلاوی ټاکلی، تر څو د یادې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په درناوي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري

۱۳۹۸ کال د لړم ۴، کابل- افغانستان