بامیان استیناف څارنوالۍ خپل د ۱۳۹۸ مالي کال د کړنو راپور وړاندې کړ

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۰:۱۵
bamyan

بامیان استیناف څارنوالۍ ریاست خپل د ۱۳۹۸ مالي کال د کړنو او لاسته راوړنو راپور، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر اتمه د ولایتي شورا د غړو، علماوو شورا او د مدني ټولنې، استیناف محکمې، ملي امنیت، امنیې قوماندانۍ او ښځو چارو ریاست د استازو، قومي مشرانو او ځوانانو په حضور د یاد ولایت اوسېدونکو ته وړاندې کړ.

د بامیان استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار خوشحال محمد شفا په دغه پروګرام کې وویل، چې بامیان استیناف څارنوالۍ ۶۰۱ قضیه ثبت کړې او څېړلې دي. د نوموړي په خبره، له یاد شمېر قضیو څخه ۷۲ قضیې په عسکري څارنوالۍ او ۷ نورې د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو سره د مبارزې په څارنوالۍ پورې اړوندېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغو قضیو څخه ۲۲۱ قضیې بشپړې شوې، ۸۳ په محاکماتي دوره کې دی، ۱۴ قضیې اړونده مراجعو ته استول شوې، ۱۰۸ قضیې د انصراف او مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ او ۱۶۲ نورې هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

د بامیان استیناف څارنوالۍ د رئیس په خبره، د ۱۳۹۸ مالي کال له پیل څخه تر دې دمه د یاد شمېر قضیو د څېړنې او په نغدي جزا د محاکمې د حکم په پایله کې درې میلیونه او ۲۸۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ په لاس راغلې، چې له یاد مقدار څخه دوه میلیونه او ۷۴۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ دولتي حساب ته استول شوې دي.

ښاغلي شفا په دغه پروګرام کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د بندیانو د حقونو د رعایتونې په موخه د بندیانو د ازادۍ په برخه کې د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونه له صادرېدو سره سم پلي کوي. د نوموړي په خبره، په ۱۳۹۸ کال د شپږو ښځو په ګډون ۵۸ بندیان له بند څخه ازاد شوي دي.

هغه د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «ټولې هغه قضیې چې د کشفي او امنیتي ادارو څخه د یاد ولایت څارنوالۍ ته رسېږي، پر وخت او جدي توګه څېړل کېږي.» په خپلواکه او بې پرې توګه له اداري فساد سره جدي مبارزه یو بل مهم مورد دی، چې ښاغلي شفا پرې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې بامیان مېشت باید پوه شي، چې بامیان استیاف څارنوالۍ کې فساد ځای نلري.