د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو په ویاړ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوي پیغام
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوی او کارکوونکي د زمري اته ویشتمه؛ د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې مبارکي ټول افغان ملت ته وایي.
د هیواد د خپلواکۍ بیرته ګټل د هغو افغان امنیتي سرتیرو د سرښندنو پایله ده، چې د هیواد د خلکو او دین دښمنانو د تیري پر وړاندې یې خپلې سینې سنګر کړې او د خپلواکۍ او ازادۍ ونه یې په خپلو وینو اوبه کړه.
د خپل ګران وطن افغانستان له خپلواکۍ او ازادۍ څخه ساتنه زموږ ټولو ایماني او تاریخي رسالت دی او دا یوازې د یووالي، ورورولۍ او د خدای تعالی په مرسته کېدای شي، چې د دغه ازښتمندې او ویاړمندې پیښې څخه ساتنه وکړو.
د افغان ملت او دغې پاکې خاورې ډیرو پخوانیو دښمنانو تل هڅه کړې چې د خپلو ننګینو پروګرامونو او اقداماتو سره د خلکو تر منځ ورورولي او یووالی له منځه یوسي؛ خو د دغې خاورې زړور ملت د دغو دسایسو پر وړاندې راپورته شوي او هغه یې ناکامه کړي دي.
د دغه هیواد سرتیرو په پوره صداقت او زړورتیا د دغې خاورې له عزت او شرف څخه د هیواد په ګوټ ګوټ کې په پوره میړانې دفاع او ساتنه کړې او تیريکوونکي ته یې دروند ځواب او د عبرت درس ورکړی دی.
په اوس وخت کې سوله او امنیت د دولت له کاري لومړیتوبونو او د خلکو له جدي اړتیاوو څخه شمیرل کېږي. هیله لرم د سولې د خبرو اترو لپاره چې کوم ګامونه پورته شوي، مثبته پایله ولري او نور دغه پاکه خاوره په وینو و نه لړل شي او همداراز کورنۍ نور د ویر په ټغر نه وي ناستې.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د رهبرۍ پلاوی او کارکوونکي یو ځل بیا پر خپل تعهد، چې د قانون حاکمیت، د عدالت تامین او د رڼو او ټول شموله خدماتو وړاندې کول دي، ټینګار کوي.
څارنپوه محمدفرید حمیدي
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال