د بدخشان د مستوفیت قانون د تطبیق مدیر د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۸:۱۵
ago

د بدخشان د مستوفیت قانون د تطبیق مدیر د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو
د بدخشان د مستوفیت قانون د تطبیق مدیر عزیرالله د خواجه نظر زوی، د ۵۰ زره افغانیو د رشوت اخیستلو په تور د دغه ولایت د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا بالفعل نیول شوی او تر عدلي تعقیب لاندې دی. نوموړي د یوې ټوټې ځمکې له مالک څخه چې ټاکل شوې وه، د شهیدانو وارثانو ته ووېشل شي، ۵۰ زره افغانۍ بډې غوښتې دي.
د څارنوال موندنې ښيي، چې عزیزالله د دغه ولایت د شهیدانو وارثانو ته د 42.5 جریبه ځمکې د پېرېدونکي پلاوي غړی ټاکل کېږي او کله چې د ځمکې بیه مشخصه کېږي، نوموړی د دغه ولایت مستوفیت ته د ځمکې د ماليې د ورکړې په پلمه د ځمکې له خاونده رشوت غواړي.
د ځمکې مالک دا موضوع له کشفي ارګانونو سره شریکوي. کشفي ارګان او د څارنوالۍ استازی هم د ځمکې د خاوند په همکارۍ تورن کس د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر ۲۲ د رشوت اخیستلو پر مهال نیسي.
د قضيې مؤظف څارنوال د اسنادو له ترتیب وروسته، د الزام د درېیو دلایلو له مخې له قضايي پلاوي څخه د دې قضيې تورن ته د جزا کوډ د ۳۷۰ مادې او همدغه کوډ د ۳۷۱ مادې درېیمې فقرې، ۳۷۴ مادې دویمې فقرې او د ۳۸۵ مادې د لومړي فقرې له مخې د مجازاتو غوښتنه وکړه.
د بدخشان ښاري ابتداییه محکمې ریاست د اداري فساد او عامه امنیت پر ضد جرمونو ته د رسیدګۍ قضايي پلاوي عزیزالله د خواجه نظر زوی، د جزا کوډ د ۳۷۰ مادې، د ۳۷۱ مادې د درېیمې فقرې او د ۳۷۵ مادې د دویمې فقرې پر اساس په درېیو کالو تنفیذي حبس او د ۵۰ زره افغانیو نقدي جزا په مجازاتو محکوم کړ.