نیمروز اسیتناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۳۸۵ قضیو ته رسیدګي کړې

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۳:۰
AGO

نیمروز اسیتناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۳۸۵ قضیو ته رسیدګي کړې

د نیمروز استیناف څارنوالۍ مسؤولان وايي، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې يې ۳۸۵ قضيو ته رسیدګي کړې ده.

په دغو قضیو کې ۱۸ قضيې د قتل، ۸۵ د غلا، ۱۰ د اخلاقي جرایمو، ۱۱۶ هم د نشه يي توکو، ۴۱ مورده د ترافیکي جرمونو، ۱۰ مورده د اداري فساد، ۲۲ مورده له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې او ۸۳ د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.

د فراه استیناف څارنوالۍ دا قضيې د تحقیق، اتهامنامو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته محکمو ته استولې دي.

له دې ډلې ۳۰۴ قضيې ابتدايي او استیناف محکمو ته استول شوې او د ۲۶۶ قضیو محاکماتي مراحل بشپړ شوي او د دغو قضیو تورن کسان هم په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

د دغو قضیو له منځه ۲۰ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له امله حفظ او ۹۹ هم تر محاکماتي دوران لاندې دي.

د فراه استیناف څارنوالۍ له خوا یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله، یو میلیون او ۳۶۷ زره او ۸۵۵ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت حساب ته لېږدول شوې دي.

همدارنګه ۲٫۲۲۲ کیلو ګرامه هیرویین، ۲۵٫۹۸۶ کیلو ګرامه تریاک، ۲۳٫۶۷۱ کیلوګرامه چرس، ۱۲۷ ګرامه مت امفتامین، ۴۱ کیلو ګرامه براماډول ټابلېټ، ۶ میله وسله، ۵ موټره او یو موټرسایکل ضبط شوي دي.

د نیمروز استیناف څارنوالۍ د اجرااتو له مخې، د دغه ولایت د زندان ۳۱۱ نارینه او ۳ ښځینه بندیان د ولسمشر د بښنې او بند مودې کمونې د فرمان څخه مستفید شوي، چې له ډلې یې ۱۷۰ بندیان ازاد شوي او د ۱۴۴ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.