کندوز استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۲۴ قضيې څېړلې

Hussain_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۹

کندوز استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۲۴ قضيې څېړلې

د دغو قضیو له ډلې ۳۰۷ قضيې ابتداییه او استیناف محکمو ته استول شوې، چې د ۱۰۵ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن یې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

په دغو قضیو کې ۵۱ د قتل، ۱۱۳ د غلا، ۲۵ د اخلاقي فساد (جنسي تېری، لواط، زنا)، ۶۲ د نشه يي توکو، ۲۹ د ترافیکي جرمونو، ۲۵ د اداري فساد، ۷۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۴۹ قضيې هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي، چې تر ټولو ډېرې قضيې د غلا او له ښځو سره د تاوتریخوالي د جرمونو اړوند دي.

د دغو قضیو له شمېره پر ۸۰ قضیو دا ریاست لا هم کار کوي او د تحقیقاتو او صورت دعوا تر بشپړولو وروسته به اړوندو محکمو ته واستول شي او ۳۲ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.

د کندوز استیناف څارنوالۍ ریاست په روان مالي کال کې ۳۳۸ التوايي قضيې هم څېړلې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله دغه ریاست یو میلیون، ۵۵۱ زره او ۵۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت قطعي حساب ته لېږلې ده. همداراز دغه ریاست د یادو شویو قضیو د رسیدګۍ په پایله کې ۴٫۹۳۵ کیلوګرامه هیرویین، ۲٫۱۴۳ کیلوګرامه تریاک، ۵۶٫۳۰۷ کیلوګرامه چرس، ۱۸ میله وسله او ۴ موټرې ضبط کړې دي.

د دې تر څنګ یاد ریاست خپل ۲۵ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېلو روزنیزو ټولګیو ته ورپېژندلي دي.

د کندوز استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې له خپلې انکشافي بودیجې یو کتابتون، دوه خونې، یو دهلیز او تشناب جوړ کړي او ګټنې ته یې سپارلې دي. دغې څارنوالۍ د ریاست اړتیاوو ته په کتو د ۱۳۹۹ مالي کال ۹۹ سلنه بودیجه لګولې ده.