د بادغیس استیناف څارنوالۍ ریاست ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې؛ ۲۶۳ قضیو ته په ۱۳۹۹ مالي کال کې رسیدګي شوې
دا غونډه د لویې څارنوالۍ د مرکز او ولایتي برخو له خوا ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړ کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۹ د بادغیس د ولایتي مقاماتو، مدني غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې د دغه ریاست په تالار کې وشوه.
د بادغیس استیناف څارنوالۍ رئيس څارنیار احمد جان عزیزي په دې غونډه کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۲۶۳ قضیې ثبت او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ورته رسیدګي کړې ده.
د بادغیس استیناف څارنوالۍ رئیس د قضیو د نوعیت په اړه وویل، چې په دغو قضیو کې ۶ قضيې د قتل، ۲۳ د غلا، ۲۰ د اخلاقي جرمونو، ۳۶ د نشه يي توکو، ۷ د ترافیکي جرمونو، ۵۱ د اداري فساد جرایمو، ۸۸ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاویو او ۳۲ هم بېلابېلو نورو جرمونو په تړاو دي.
ښاغلي عزیزي همداراز زیاته کړه، چې د یادو شویو قضیو له ډلې ۱۸۲ قضيې د ابتداییه محکمې پرېکړې او ۱۲۷ د استیناف محکمې پرېکړې په برک کې نیسي او ۲۷ نورې قضيې هم نهایي شوې دي. نوموړي زیاته کړه، ۴۱ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۴۰ نورې بیا د دغه ریاست تر کار لاندې دي.
د ښاغلي عزیزي په وینا، د یادو شویو قضیو د رسیدګۍ په پایله کې ۵۲۰ زره او ۴۰۳ افغانۍ نقدي جزا د محکمو د پرېکړو پر اساس تثبیت او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. همداراز ۱۴٫۴۵ کیلوګرامه تریاک، ۹۶۸ ګرامه چرس او ۸ لیتره الکولي مشروبات د دغو قضیو د رسیدګۍ په پایله کې ضبط شوي دي.
د بادغیس استیناف څارنوالۍ د رئیس په خبره، دغه ریاست ته د ۱۷ میلیونو او ۸۵۶ زره او ۷۷۸ افغانیو ځانګړې شوې بودیجه له شمېره د دغه ریاست د اړتیاوو له مخې ۱۰۰ سلنه بودیجه لګول شوې ده.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د دغه ریاست ۳۰ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي په موخه روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې له محلي، کشفي او قضايي ادارو او همداراز له ولسوالانو، د محکمو له رئیسانو او امنیه قوماندانانو سره د ښې حکومتولۍ، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، له اداري فساد او نشه يي توکو سره د مبارزې په هکله د همغږۍ ګڼې غونډې کړې دي.