د کندوز استیناف څارنوالۍ ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې؛ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۲۴ قضیو ته رسیدګي شوې
دا غونډه د لویې څارنوالۍ د مرکز او د دغې ادارې د ولایتي ریاستونو له خوا ملت ته د دولت د حساب ورکولو د غونډو په بهیر کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۸ د ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې د دغه ریاست په تالار کې ترسره شوه.
د کندوز استیناف څارنوالۍ رئیس فیصل شېرزاد په دې غونډه کې وویل، دغه ریاست د عسکري څارنوالۍ ریاست او د کورني او بهرني امنیتي جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست په ګډون، په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۲۴ قضیې ثبت کړې او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې یې ورته رسیدګې کړې ده. نوموړي زیاته کړه، له دې ډلې ۳۰۷ قضيې ابتداییه او استیناف محکمو ته لېږل شوې دي او د ۱۰۵ قضیو محاکماتي مراحل بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او بند محکوم شوي دي.
د کندوز اسیتناف څارنوالۍ رئیس د قضیو د نوعیت په اړه وویل، چې ۵۱ قضیې د قتل، ۱۱۳ قضیې د غلا، ۲۵ د اخلاقي جرایمو، ۶۲ د نشه یي توکو، ۲۵ د اداري فساد، ۲۹ د ترافیکي جرمونو، ۷۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۴۹ قضيې هم د بېلابېلو نورو جرمونو په تړاو دی. نوموړي وویل، چې د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ تر ټولو ډېرې قضيې له ښځو سره د تاوتريخوالي په تړاو ثبت کړې دي.
ښاغلي شېرزاد په دې غونډه کې وویل، د یادو شویو قضیو له ډلې پر ۸۰ قضیو لا هم کار روان دی او د تحقیقاتو تر بشپړولو او صورت دعوا تر ترتیبولو وروسته به محکمو ته واستول شي او ۳۲ قضیې هم د کافي دلایلو د نشوالي له کبله حفظ شوې دي. د نوموړي په وینا، په ۳۳۸ قضيې هم په التوا حالت کې وې، چې رسیدګی ورته شوې ده.
ښاغلي شېرزاد وویل، دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۵۵۱ زره او ۵۰ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. همداراز ۴٫۹۳۵ کیلوګرامه هیرویین، ۲٫۱۴۳ کیلوګرامه تریاک، ۵۶٫۳۰۷ کیلوګرامه چرس، ۱۸ میله وسله او ۴ موټرې هم د بېلابېلو قضیو تر رسیدګۍ وروسته ضبط شوې دي.
د کندوز استیناف څارنوالۍ رئیس دغې څارنوالۍ ته د ځانګړې شوې بودیجې په تړاو وویل، چې د ریاست د اړتیاوو پر اساس یې ۹۹ سلنه بودیجه مصرف کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې په ۱۳۹۹ کال کې د کندوز استیناف څارنوالۍ د یوه کتابتون، دوه کاري دفترونو او دهلیز او همداراز د یوه تشناب د رغونې چارې هم له انکشافي بودیجې بشپړ شوې دي او همداراز د دغه ریاست ۲۵ مسلکي او اداري کارکوونکي بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو ته معرفي شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د کندوز استیناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل شول.