ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې کاپیسا استیناف څارنوالۍ د یو کلن اجرااتو راپور وړاندې کړ
دا غونډه د لویې څارنوالۍ د مرکز او ولایتي ریاستونو له خوا ملت ته د دولت د حساب ورکولو د غونډو په بهیر کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۵ د ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې ترسره شوه.
د کاپيسا د استیناف څارنوالۍ رئيس ګل احمد حیدر په دې غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۴۴ قضیو ته رسیدګي کړې ده. له دې ډلې ۷۳ قضیې د مجروحیت، قتل، غلا، د ونو وهلو، د ا موالو تخریب، ترافیکي جرمونو، وهنې ټکونې او نور متفرقه جرمونو په تړاو دي. همداراز ۱۱۷ قضيې د عاموي امنیت جرایمو، نشه يي توکو، د ځمکې د غصب او ۴۹ له ښځو سره د تاوتریخوالي او پنځه نورې قضيې هم د اداري فساد د جرمونو په تړاو دي.
ښاغلي حیدري زیاته کړه، چې د دغې څارنوالۍ له خوا د قضیو د څېړلو په پایله کې ۵۸ میله وسله، ۲۷۰۰ مرمۍ، ۱۴٫۶۰۶ کیلوګرامه نشه يي توکي او ۴ موټرې هم مصادره شوي دي.
د کاپيسا د استیناف څارنوالۍ رئیس د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د هدایت او قانون مطابق د ۳۵۹ ملتوي قضیو د رسیدګۍ خبر هم ورکړی دی.
د پکتیا استیناف څارنوالۍ رئیس دغه ریاست ته د ځانګړې شوې بودیجې په تړاو وویل، د دغې استیناف څارنوالۍ د اړتیاوو پر اساس یې ځانګړې شوې بودیجه په رڼه توګه لګولې ده. نوموړي یادونه وکړه، چې یادو شویو قضیو ته د رسیدګي له کبله دغه ریاست دوه میلیونه او ۳۷ زره افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د ذیصلاح محکمو د حکم پر اساس يې د دولت خزانې ته تحویل کړې ده.
د ښاغلي حیدري په وینا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ریاست ۳۰ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو ته معرفي کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې ملت ته د دولت د حساب ورکولو په دې غونډه کې د کاپيسا استیناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته په مفصله توګه ځواب وویل شو.