د زابل استیناف څارنوالۍ رئيس: په ۱۳۹۹ کال کې ۱۱۹ قضیو ته رسیدګي شوې

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۶
ago

د زابل استیناف څارنوالۍ رئيس څارنیار نجیب الله فرقاني ملت ته د دولت د حساب ورکولو په مطبوعاتي کنفرانس کې د دې څارنوالۍ د تېر مالي کال اجراات خلکو ته وړاندې کړل. دا غونډه د دغه ولایت د ولایتي شورا د استازو، علماوو، مدني ټولنې غړو، قومي مشرانو او رسنیو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې ۲۷ ترسره شوه.

ښاغلي فرقاني وویل، پر اطلاع رسونې او د خلکو پر پوهاوي د لويې څارنوالۍ د رهبري باورمندي د دې لامل شوی چې دغه اداره په مرکز او ولایتونو کې خپل اجراات هېوادوالو ته د مطبوعاتي کنفرانسونو او ټولنیزو شبکو له لارې شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه، د لویې څارنوالي رهبري د قانون تطبیق، له اداري فساد سره مبارزه او عدالت ته د خلکو لاسرسی خپل کاري لومړیتوب ګڼي.

د زابل استیناف څارنوالۍ رئیس وویل، د دغه ریاست لخوا ثبت او رسیدګي شویو قضیو کې اووه د قتل قضيې، ۲۴ د غلا، شپږ د اخلاقي جرمونو، ۱۳ د نشه يي توکو او مسکراتو، ۱۳ د مالي او اداري فساد جرایمو، ۱۵ د ترافیکي پېښو، څلور له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۳۵ هم د بېلابېلو نورو جرمونو قضيې دي.

د نوموړي په وینا، د دغو قضیو له ډلې ۳۲ قضيې نهايي شوې، ۱۵ قضيې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوې، ۱۶ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، ۱۲ اړوندو مراجعو ته لېږل شوې، څلور مسترد او ۲۵ قضيې لا هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

ښاغلي فرقاني د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د زابل استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د ۱۳۸۱ تر ۹۷ پورې پاتې شوې ۴۱ ملتوي قضیو ته هم د قانون په رڼا کې رسیدګی کړې ده.

د زابل د استیناف څارنوالۍ د رئيس په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګي په پایله کې ۶۴۹ زره او ۸۵۷ افغانۍ نقدي جریمه تثبیت او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې دغه ریاست ته ۲۰۰ مراجعه کوونکو مراجعه کړې او د ستونزو په تړاو يې قانوني اجراات شوي دي.

د ښاغلي فرقاني په خبره، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ریاست ۲۵ مسلکي کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي پروګرامونو ته هم معرفي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په تېر مالي کال کې یې دغه ریاست د محلي ادارو له مسؤولانو، علماوو، مدني ټولنې غړو، ځوانانو، متنفذینو او قومي مشرانو سره د همغږۍ بېلابېلې غونډې هم کړې دي.