د سرپل استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۳۴ قضيو ته رسیدګي کړې

د سرپل استیناف څارنوالۍ رئيس سیدیحیی احمدیار ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې د دغه ولایت د استیناف څارنوالۍ د اجرااتو راپور وړاندې کړ. دغه غونډه د دغه ولایت د ولایتي شورا، دیني علماوو، مدني بنسټونو غړو، قومي مشرانو او رسنیو په حضور کې ترسره شوه.
ښاغلي احمدیار په دې غونډه کې وویل، په دغو قضیو کې ۲۷ د قتل، ۳۲ د غلا، ۲۱ د اخلاقي جرمونو، ۳۱ د نشه يي توکو او مسکراتو، اووه د اداري فساد جرایمو، ۱۶ د ترافیکي جرمونو، ۴۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۵۵ هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.
د سرپل استیناف څارنوالۍ د رئیس په وینا، د دغو قضیو له ډلې پر ۱۲۳ قضیو د دغه ولایت ښاري محکمې او پر ۱۳۸ قضیو استیناف محکمې حکم کړی دی او همداراز ۴۶ قضيې حفظ او ۲۵ هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي.
د سرپل استیناف څارنوالۍ د رئیس په وینا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۷۸ قضيې چې له ۱۳۸۱ تر ۹۷ پورې ملتوي پاتې وې، تر ۹۵ سلنه زیاتو قضیو ته رسیدګي کړې ده.
د نوموړي په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۵۵۸ ګرامه چرس، ۴۰۰ ګرامه تریاک، ۳۰ ګرامه شیشه، ۱۲ ګرامه هیرویین، ۱۰۷ ګرامه الکولي مشروبات او ۳۹۰ کیلوګرامه تخمیر شوي ممیز کشف او ضبط شوي دي. همداراز دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې دوه میله وسله، دوه موټرې او یو موټرسایکل هم ضبط شوي دي.
ښاغلي احمدیار زیاته کړه، دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۹۶۳ زره او ۴۹۵ افغانۍ نقدي جریمه هم د دولت قطعي حساب ته تحویل شوې ده.
د نوموړي په وینا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ریاست ۲۵ څارنوالانو ته څلور ورځني روزنیز پروګرامونه دایر شوي او ځینې نور کارکوونکي هم مرکز او ولایتونو ته د ظرفیت لوړاوي پروګرامونو ته معرفي شوي دي.
د سرپل استیناف څارنوالۍ رئیس د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د محلي دولتي ادارو له مسؤولانو، علماوو، مدني ټولنې غړو، ځوانانو، متنفذینو او قومي مشرانو سره د همکارۍ او همغږۍ ګڼې غونډې هم کړې دي.
بلخوا د سرپل د عسکري څارنوالۍ ریاست په همدغه کال کې ۴۱ قضيو ته رسیدګي کړې ده. په دغو قضیو کې ۱۳ د وظیفوي غیابت، ۹ قضيې د وهنې ټکونې، ۸ د وسلو د ورکې او ترلاسي، یوه د ترافیکي جرم، یوه قضیه له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې، یوه د تزویر او اووه قضيې هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو څېړل شوې دي. یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۸۱۹ زره او ۴۱۶ افغانۍ نقدي جزا حصول او د دولت حساب ته لېږلې شوې ده.
په ورته وخت کې د سرپل د کورني او بهرني امنیت ضد جرایمو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۶ قضيې ثبت او څېړلې دي. په دغو قضیو کې ۳۸ قضیې د تروریستي جرایمو په تړاو، څلور د اختطاف، یو د ترافیکي جرم، دوه د ترور او یوه قضیه هم د اسنادو د جعل په تړاو ده.