د فراه استیناف څارنوالۍ له خوا د تزویري پېژندپاڼې د استعمال په تور د یوه سرتېري دوسیه محکمې ته ولېږل شوه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۹:۴۴
logo

د فراه استیناف څارنوالۍ د تزویري پېژندپاڼې د استعمال په تور د یوه سرتېري دوسیه د تحقیق تر بشپړاوي وروسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۷ د دغه ولایت د عامه امنیت ابتداییه محکمې ته ولېږله.

د قضیې د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، مظنون په خپلو اظهاراتو کې ویلي، چې د فراه ملي پولیسو کرښو ته تر ورتلو اته کاله مخکې يې د تابعیت یوه جلد پېژندپاڼې ته اړتیا درلوده او د ګلستان ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان ورته په مستعار نامه جوړه او ده ته يې تسلیم کړې وه.

د موظف څارنوال په وینا، د تحقیقاتو په ترڅ کې روښانه شوې، چې د دغه سرتېري پلار هم د تابعیت پېژندپاڼه نه درلوده او د نوموړي پېژندپاڼه د تره د تذکرې پر اساس په مستعار نوم میوند ولد غلام یحیی ولدیت لعل محمد ترتیب او مظنون دا پېژندپاڼه له هماغې مودې راهیسې ډېر ځله ‌استفاده کړې هم ده.

د دې قضيې موظف څارنوال د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته د شواهدو او اسنادو پر اساس، د الزام د درېیو دلایلو په راوړلو سره د فراه عامه امنیت ابتداییه محکمې څخه تورن ته د جزا کوډ د ۹۰۲ مادې دویمې فقرې له مخې د مجازاتو غوښتنه وکړه.