د بغلان استیناف څارنوالۍ رئیس؛ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۰۷ قضیو ته رسیدګي شوې ده
د بغلان استیناف څارنوالۍ رئيس څارنیار سید افضل حیدري ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۵۰۷ قضیو ته رسیدګي کړې ده.
دا غونډه د بغلان د ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو او رسنیو په حضور کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۵ د دغه ریاست په تالار کې وشوه.
د ښاغلي حیدري په وینا، په دغو قضیو کې ۹۳ قضيې د قتل، ۲۱ د اداري فساد جرایمو، ۵۱ د ترافیکي جرمونو، ۸۸ د نشه يي توکو، ۸۷ اخلاقي جرایمو، ۷۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاویو او ۹۲ هم د بېلابېلو نورو جرمونو په تړاو دي. د نوموړي په وینا، له دې ډلې ۲۵۰ قضیې د محکمو پرېکړې په بر کې نیسي چې نهایي شوې دي، ۷۵ قضیې د دغه ریاست تر کار لاندې دي، ۱۰ قضیې تر کشف لاندې او ۲۲ نور هم د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.
ښاغلي حیدري همداراز زیاته کړه، دغه ریاست ۸۰ ملتوي قضیو ته هم رسیدګي کړې ده.
د بغلان استیناف څارنوالۍ رئيس وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ځانګړې شوې بودیجه ۹۹ سلنه په رڼه توګه لګولې ده. د نوموړي په وینا، تر ۳۳ زیات کارکوونکي يې هم د ظرفیت لوړاوي پروګرامونو ته معرفي کړي دي. ښاغلي حیدري زیاته کړه، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۵۷۰ مراجعینو ستونزې هم د قانون پر اساس حل کړې دي.
د بغلان د استیناف څارنوالۍ د رئیس په خبره، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله ۸۰۶ زره افغانۍ د دولت حساب ته تحویل شوې دي.
بلخوا د دې غونډې ګډونوالو له اداري فساد سره پر مبارزې، د عدالت پر تأمین او د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې يې د بغلان استیناف څارنوالۍ د اجرااتو مننه وکړه.