د قضیو د مدیریت سیسټم د نظارت پلاوي شپږمه ناسته وشوه

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۲:۳۴

دا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د قضیو د مدیریت د سیسټم د رئیسې نګینه خلیلي په ریاست د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۳۰ د سترې محکمې د ناستو په تالار کې وشوه.

په دې غونډه کې د ماليې، ملي دفاع، کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو، سترې محکمې، د زندانو د چارو د تنظیم ادارې، د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې، د ملي امنیت عمومي ریاست او د مدافع وکیلانو د خپلواک انجمن استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د قضیو د مدیریت سیسټم د کیفیت د تضمین د نهايي کولو، حقیقي او حکمي اشخاصو ته د معلوماتو د ارایه کولو، د قضیو د ثبت په مدیریت کې د مسلکي کارکوونکو د پلان شاملولو، د نیولو د قرارونو، د عدلي او قضايي ملي پرورګرام کې د قضیو د مدیریت سیسټم د ادغام او ورقي فورمونو سیسټم په تړاو بحث وشو.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د سیسټمونو لازم معلومات دې د توحید لپاره سترې محکمې ته ولېږل شي. په ورته وخت کې د کیفیت د تضمین لارښود هم راروانې غونډې ته ارایه شي. د دې غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې په راروانه ناسته کې دې د قضیو د ثبت په مدیریت کې د مسلکي کارکوونکو د پلان شاملول ترتیب او همداراز د ادارو د استازو له خوا د نظریات جمع بندي هم په ورقي فورم کې د عدلي سکتور د ملاتړ دفتر له خوا اضافه او د تصویب لپاره راروانې ناستې ته چمتو شي.

په دې غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه، چې د قضیو د سیسټم د مدیریت د ښه والي په موخه د اړوندو ټولو ادارو استازي ځان مکلف وګڼي چې له ماليې وزارت سره دې په Justice NPP غونډو کې ګډون وکړي او د قضیو د مدیریت سیسټم دې په دې پروګرام کې شامل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS