لویې څارنوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ د وینې په اهدا کولو ونمانځل شوه

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۴:۵۱
ago

دا غونډه د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د لویې څارنوالۍ د قضایي تعقیب چارو مرستیال غلام حیدر علامه، د دغې ادارې د رئیسانو او ملي اردو او ملي پولیسو افسرانو او ډاکټرانو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر نهمه وشوه.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د مېړانې ورځ یاده کړه او د دې ورځې مبارکي یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ساتندویانو او ځواکونو ته ورکړه.

ښاغلي حمیدي د لویې څارنوالۍ له کارکوونکو څخه سرتېرو ته د وینې د اهدا له کبله چې د افغانانو له عزت، ازادۍ، حیثیت او کرامت څخه دفاع کوي، مننه وکړه او زیاته یې کړه: «له حیثیت، کرامت او د هېواد د آزادۍ دفاع، مقدسه دنده ده، چې خدای پاک دا فرصت سرتېرو او مدافعانو ته برابر کړی دی.»

نوموړي د لویې څارنوالۍ کارکوونکي او د عدالت او د قانون حاکمیت سرتېري یاد کړل او زیاته یې کړه، چې دوی د هېواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ د افغانستان خلکو ته د عدالت د تطبیق، حقوقو، عزت، حیثیت او کرامت ساتنې په موخه هڅه کوي.

هغه سرتېرو ته د وینې اهداکول انساني او وجداني دنده یاده کړه او ویې ویل، چې دا د سرتېرو د سرښندنو، عظمت او اتلولیو لپاره یو کوچنۍ هڅه ده.

د یادونې وړ ده، چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه، د لویې څارنوالۍ په مرکزي ریاستونو او د ولایتونو د استیناف څارنوالیو کې د وینې اهداکول روان دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS