د هلمند د کورنۍ او بهرني امنیت پر ضد جرایمو د مبارزې څارنوالۍ د رئيس پر موټر د تروریستانو د برید په تړاو د لويې څارنوالۍ د رهبرۍ د خواخوږۍ پيغام
وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ(بقره/۱۵۴)
په ډېرې خواشینۍ، د هلمند د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو د مبارزې څارنوالۍ رئيس څارنیار سید محمود آغا سادات د سید آغانور زوی او یو ساتونکی یې نن شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۱۶، سهار نهه بجې، د تروریستانو او د سولې او عدالت د دښمنانو له خوا د یوه موټربم برید په پایله کې شیهدان او دوه ساتونکي يې ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبري پلاوی ځان په دې مصیبت کې شریک ګڼي او د خدای پاک له درباره شهیدانو ته بښنه او کورنۍ او د هېواد متدین ولس ته تسلیت وايي او ټپيانو ته د کاملې او عاجلې شفاء غوښتنه کوي.
شهید څارنیار سید محمودآغا سادات تر لسو کالو زیات د لویې څارنوالۍ اړوند په بېلابېلو ولایتونو کې د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین په برخه کې صادقانه دنده په مخ بېولې ده او تلپاتې خدمات يې وړاندې کړي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي داسې جنایات له انسانیت او عدالت سره دښمني بولي او دا عمل د اسلامي شریعت د ارزښتونو ضد ګڼي. لویه څارنوالي باورمنه ده، چې داسې ناوړه پېښې به د دغې ادارې پر مقدس رسالت او ارادې کوچنی خلل هم نه وارد نه کړي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هرو شرایطو کې په کلک هوډ عزتمنو او شریفو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي.
د لويې څارنوالۍ رهبري، د دغه اسلامي او بشر ضد جنایت د غندنې تر څنګ د کشفي بنسټونو او لویې څارنوالۍ مسؤولانو ته د یادې قضيې د عاملانو د پېژندنې او نیولو هدایت ورکړی او دا قضیه تر جدي بررسي لاندې ده.
درناوی
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبري
۱۳۹۹ لمریز، کب ۱۶