د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ خواخوږۍ پیغام

Hussain_admin
وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ په خواشینۍ سره خبر شو، چې نن شپه، د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر۲۱/۲۲، د پکتیا استیناف څارنوالۍ د عمومي جزا څارنوالۍ څارنوال، څارنیار محمد حسن یار د یوه تروریستي برید په پایله کې د دغه ولایت د ګردېز ښار اړوند شهید شو. نوموړي تر ۲۰ کالو زیات د لویې څارنوالۍ اړوند د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې صادقانه دنده ترسره کړې ده. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري پلاوی دا غمجنه پېښه د نوموړي کورنۍ، خپلوانو او د هېواد متدین او شریف ولس ته تسلیت وايي او شهید ته جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د خدای پاک له درباره جمیل صبر غواړي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې داسې ناوړه اعمال به د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې پر ارادې کوچنی خلل هم وارد نه کړي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هرو شرایطو کې په غښتلې ارادې ټولو افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره چمتو دي. د لویې څارنوالۍ رهبري د داسې اسلام ضد او انسانیت ضد پېښو د غندنې تر څنګ، د دغې پېښې د جدي څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی او د یادې شوې پېښې عاملان به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري. درناوی د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، لویې څارنوالۍ رهبري