د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ خواخوږۍ پیغام

Hussain_admin

بسم الله الرحمن الرحیم

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په خواشینۍ سره خبر شو، چې شنبه مازدیګر ۵:۳۰ دقیقې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر اوومه د پکتیا استیناف څارنوالۍ ریاست ښاري ابتداییه څارنوال، عتیق الله د محمد انور زوی له دفتره د کور پر لور د تګ پر مهال د یوه تروریستي برید په پایله کې د دغه ولایت د ګردېز ښار اړوند شهید شو.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري پلاوی دا غمجنه پېښه د نوموړي کورنۍ، خپلوانو او د هېواد متدین او شریف ولس ته تسلیت وايي او شهید ته جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د خدای پاک له درباره جمیل صبر غواړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي بیا ټینګار کوي، چې داسې ناوړه اعمال به د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې پر ارادې کوچنی خلل هم وارد نه کړي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هرو شرایطو کې په غښتلې ارادې ټولو افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبري د داسې اسلام ضد او انسانیت ضد پېښو د غندنې تر څنګ، د دغې پېښې د جدي څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی او د یادې شوې پېښې عاملان به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.

درناوی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، لویې څارنوالۍ رهبري

د وري ۸، ۱۴۰۰ لمریز، کابل – افغانستان