د غور استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۲۳۹ قضیو ته رسیدګي کړې
په دغو قضیو کې ۹ قضيې د قتل، ۴۳ د غلا، ۲۰ د اخلاقي جرمونو، ۱۸ د نشه يي توکو، ۷ د ترافیکي جرمونو، ۵۵ د اداري فساد جرایمو، ۴ له ښځو سره د تاوتریخوالي او همداراز ۸۳ هم د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.
د غور استیناف څارنوالۍ ریاست دا قضيې د تحقیق تر بشپړولو وروسته اړوندو محکمو ته لېږلې دي.
له دې ډلې د ۲۳ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې له درېیو میاشتو تر ۳۰ کالو بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.
یادو شویو قضیو له ډلې ۲۳ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ، ۶۰ قضيې تر محاکماتي دوران لاندې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۳۷۰ زره افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت بانکي حساب ته تحویل شوې ده.
په ورته وخت کې د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې کمونې د فرمان په پایله کې د یوې ښځينه بندي په ګډون پنځه بندیان مستفید شوي دي، چې یوه کس له زندانه ازاد او د څلورو د بند موده کمه شوې ده.