دایکندي استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړي ربع کې ۲۸۳ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د بې طرفۍ او خپلواکۍ په ساتنې سره، د اسنادو او شواهدو له مخې د قضیو رسیدګۍ ته ژمنه ده. د دغې ادارې رهبري تل هڅه کړې، چې قانون یوشان تطبیق او عدالت تأمین او د قانون په رڼا کې د هېوادوالو ازادیو او حقوقو دفاع وکړي. په همدې موخه د دایکندي اسیتناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۲۸۳ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي.
په دغو قضیو کې ۱۷ قضيې د اداري فساد، ۳۷ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۳۱ د ماشومانو د سرغړاویو، ۳۶ د نشه يي توکو، ۶۶ د غلا، شپږ د قتل، پنځه د اخلاقي جرمونو، څلور د ترافیکي جرمونو او ۱۱۲ هم د نورو متفرقه جرمونو په تړاو دي، چې له دې ډلې د ۳۳ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه د دولت خزانې ته د جریمې په توګه ۶۱۴ زره او ۱۶۰ افغانۍ لېږل شوې دي.
همداراز د دغو قضیو د رسیدګي په پایله کې ۱۴ میله وسله، ۱۵ شاجوره، ۱۰۷ مرمۍ، یو موټرسایکل، ۴۰٫۵ ګرامه شیشه، ۲۵۲٫۱ ګرامه هیرویین، ۲۵۰ ګرامه چرس او ۱٫۳۴۶ کیلوګرامه تریاک کشف او مصادره شوي دي.
د دایکندي استیناف څارنوالۍ، د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې کمونې د فرمانونو د تطبیق په پایله کې اته ښځینه بندیانې له بنده خوشې کړې او د یوې مېرمنې د بند موده کمه شوې ده.