د نیمروز استیناف څارنوالۍ له خوا د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۱۶۶ قضیو ته رسیدګي شوې

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۳:۱۳

د نیمروز استیناف څارنوالۍ دا قضيې تر تحقیق، اتهامنامو او صورت دعوا وروسته اړوندو محکمو ته لېږلې دي.

له دې ډلې ۸۴ قضيې ابتداییه محکمو ته لېږل شوې دي چې د ۴۱ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او ۱۲۵ پروسږنۍ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دی، چې د دغو قضیو محاکماتي پړاوونه هم بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د نیمروز استیناف څارنوالۍ له خوا ثبت شویو قضيو کې درې قضيې د قتل، ۲۲ د غلا، ۲۶ د نشه يي توکو، ۱۲ د ترافیکي جرمونو، ۴ د اداري فساد، ۴ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۳ مورده هم د نورو بېلابېلو جرمونو دي.

دغو قضیو ته د رسیدګي له درکه، ۲۳۸ زره افغانۍ نقدي جزا د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده.