د لویې څارنوالۍ سرپرست د هېواد د ملي امنیت شوار له مرستیال سره ولیدل

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۴:۲۲
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې پر دویمه د افغانستان د ملي امنیت شورا له مرستیال سرور احمدزي سره د څارنوالانو د امنیت د تأمین په اړه لیدنه وکړه.

د لويې څارنوالۍ سرپرست د څارنوالانو د امنیت د تأمین زیان منونکو سیمو، کاري دفاترو، د څارنوالانو د فزیکي امنیت د تأمین د څرنګوالي او د امنیتي تدابیرو، کاري سیمو او د څارنوالانو او د دغې ادارې د کارکوونکو د امنیت په اړه خبرې وکړې او پر امنیتي تدابیرو يې ټینګار وکړ.

د افغانستان ملي امنیت شوار مرستیال امنیتي تهدیداتو په اشارې، د عدلي او قضايي ادارو د کارکوونکو امنیت مهم وباله او د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د هر ډول امنیت ساتنې لپاره یې چمتوالی وښووه.

د یادونې وړ ده، چې د محافظتي قطعې تشکیل طرحه تر دې وړاندې د لويې څارنوالۍ د امنیتي کمېسیون له خوا ترتیب او د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ طی مراحل شوې او ټاکل شوې چې عملي اقدامات يې پيل شي.

د افغانستان اسلامي جهموري دولت لویه څارنوالي د څارنوالانو د فعالیتونو د نظارت تر څنګ، د دوی کاري خوندیتوب هم خپل لومړیتوب ګڼلی او په دې برخه کې يې په لویه څارنوالي کې مسؤولانو او امنیتي او کشفي ارګانونو ته هدایت ورکړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS