هلمند کې پر یو څارنوال تروریستي برید
د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ۴:۲۰ دقیقې د هلمند ولایت د اداري فساد پر ضد د ابتداییه څارنوالۍ آمر سیدمحمدغمشریک موټر باندې ماین چاودنه شوی ده. ښاغلی غمشریک کور ته پرلاره و، چې دغه پیښه د لښکرګاه ښار دویمې حوزې کې رامنځته شوه. د دغې چاودنې په پایله کې ښاغلې غمشریک سخت ټپي شوی او اوسمهال د لښکرګاه ښار په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د افغانانو او د عدالت دښمنان او تروریستان تل هڅه کوي، د خپلو انساني ضد او وحشي کړنو سره د عدالت د تطبیق او د قانون د حاکمیت مخه ونیسي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د هر ډول شرایطو سره په استوار او قاطع ډول د عدالت د تامین برخه کې هڅه کوي. لویې څارنوالۍ د هېوادوالو د حقوقو د دفاع برخه کې زیاته قرباني ورکړې ده او د دغو اسلامي ضد کړنې به هیڅکله زموږ پر پاکې ارادې اغیز ونکړي.
د لویې څارنوالۍ د مشرتابه پلاوی پر ښاغلي غمشریک دغه اسلامي ضد جنایت غندي او هغه ته د بشپړې روغتیا هیله کوي. همدارنګه هلمند کې روغتیایي مسوولانو ته هدایت ورکړل شوی، ترڅو د نوموړي د تداوی په موخه له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.
له بلې خوا د لویې څارنوالۍ مسوولانو او نورو اړوندو کشفي ادارو ته امر شوی، تر څو د دغې پېښې عاملان پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاري. یاده موضوع تر جدي څېړنې لاندې ده.
په درناوي
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ د مشرتابه پلاوی