د کابل استیناف څارنوالۍ نوي رئیس رسماً دنده پيل کړه

د لویې څارنوالۍ د تحریراتو او دارالانشاء پخوانی رئيس د دغې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست په منظورۍ د کابل استیناف څارنوالۍ د نوي رئیس په توګه وګومارل شو. د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د لویې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد نواب احمدزي او د دغې ادارې ځینو نورو رئيسانو ګډون کړی و.
ښاغلي ارغون په دې غونډه کې د کابل استیناف څارنوالۍ نوی رئیس د لویې څارنوالۍ باتجربه او مسلکي کادر وباله. نوموړي له ښاغلي هادي وغوښتل، چې په صداقت او ژمنتیا هېوادوالو ته خدمت وکړي.
په ورته وخت کې ښاغلي هادي د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ او د هېواد د جمهور رئيس د باور مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له مراجعه کوونکو سره نېک چلن او د قانون د حاکمیت، له اداري فساد سره د جدي مبارزې لپاره له متنفذانو او د کابل څوارلسګونو ولسوالیو له علماوو سره روابط ساتل يې کاري لومړیتوب دی.