د زابل استیناف څارنوالۍ د مالي کال په دویمه ربع کې ۳۴ قضيې ثبت او رسېدنه ورته کړې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۹:۳۶

د زابل استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۳۴ قضيې ثبت او رسېدنه ورته کړې چې له دې ډلې ۱۰ قضيې د صورت دعوا او اتهامنامو تر بشپړاوي وروسته ابداییه محکمې، اته قضيې هم استیناف محکمې ته لېږل شوې دي، اته قضيې تر محاکماتي پړاو لاندې دي، دوه قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې، درې قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي او ۲۰ قضيې هم د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

له دې ډلې دوه قضيې د قتل، پنځه د غلا، درې د اخلاقي جرمونو، درې د نشه يي توکو، ۱۱ د مالي او اداري جرمونو، شپږ له ښځو سره د تاوتریخوالي، یو مورد د ترافیکي جرم او څلور مورده هم د متفرقه جرمونو په تړاو دي.

یادو شویو قضیو ته د رسېدنې په پایله کې ۵۲ زره او ۳۳۳ افغانۍ نقدي جریمه ترلاسه شوې او د دولت قطعي بانکي حساب ته لېږل شوې ده.