د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ د احکامو د تزویر په تور درې کسان ونیول شول

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۴۹
ago

دا درې کسان د ۱۴۰۰ د لمریز کال د زمري پر پنځمه د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا نیول شوي دي. دغو تورنو څلور تزویري مکتوبونه د جمهوري ریاست د لومړۍ مرستیالۍ له ادرسه لویې څارنوالۍ، بهرنیو چارو وزارت او لوړو زده کړو وزارت ته ترتیب او صادر کړي وو.

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د اطلاع له ترلاسي وروسته د دغې قضیې عاملان نیولي دي او دمګړي تورن په توقیف او تر عدلي او قضايي تحقیق لاندې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د عدالت د تأمین لپاره، له اداري فساد سره په ټول توان مبارزه کوي او د دغې قضيې نتایج به هم ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS