د بلخ ولایت پخوانی مرستیال او د حیرتانو ښارګوټي رئيس له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې په تور محاکمه شول

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۷:۵۲
ago

د بلخ ولایت سرپرست او پخوانی مرستیال محمد بشیر توحیدي او د حیرتانو ښارګوټي رئيس عبدالرووف امیري له وظیفوي واکه د ناوړه استفادې په تور، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۶ د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا په اتو میاشتو تنفیذي حبس محکوم شول.

د څارنوال موندنې ښيي، چې دغو دواړو کسانو په ګډه د وزیرانو شورا د پرېکړې پر خلاف د ۳۲ واګون بې کیفته ګازو د انتقال حکم صادر کړی و.

دا واګونونه د ستندرد او نورم خلاف و، چې د څلورو سوداګریزو شرکتونو له خوا د حیرتانو بندر له لارې وارد شوي دي او د وزیرانو شورا له خوا د بې کیفیته بیوتان فیصدي د لوړوالي له کبله، بې کیفیته او د LPG ستندرد څخه خارج بللي او د نورم او ستندرد ادارې د پلاوي تر نظر لاندې يې د حیرتانو بندر ښارګوټي کې د خصوصي مایع ګازو په ذخیرو کې تخلیه او مهرلاک کړي وو.

د قضيې موظف څارنوال، د اسنادو او مدارکو له مخې، د تورنو او مدافع وکیل په حضور کې له وظیفوي واک څخه د ناوړې استفادې په تور نوموړو ته له قضايي پلاوي د جزا کوډ ۸۰۷، ۴۰۷، ۷۳، ۵۷ او ۸۵ مادو پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.

دغه مرکز محمد بشیر توحیدي او عبدالرووف امیري له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې په تور هر یو په اتو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړل.

د یادونې وړ ده، په دې قضيې کې څلور نور کسان هم مظنون پېژندل شوي وو، چې د محکمې له خوا بری الذمه وبلل شول.