د نظامي سکټور کمېټې د کورنیو چارو وزارت له لومړي معینیت سره غونډه وکړه

yama_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۴:۴۶
نظامی

 

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د نظامي سکټور کمېټې غړو چې مشري یې مولوي نجیب‌الله انوري کوله، د کورنیو چارو وزارت د لومړي معینیت د دفتر رییس محترم ډاکټر سخي زمان سره تعارفي غونډه وکړه.

دا ناسته د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال المکرم پر ۱۴ وشوه او پکې د یاد معنیت له دفتر رییس سره د ا.ا.ا مشرتابه د نهم او ۳۲ ګڼو فرمانونو په تړاو اړین او هراړخیز معلومات شریک شول.

د ا.ا.ا مشرتابه ۳۲ ګڼه فرمان چې په دې وروستیو کې صادر شوی، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو په تړاو پکې معلومات وړاندې شوي دي.

د دې ناستې موخه د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو له پلیتابه ډاډ ترلاسه کول او په دې تړاو ټولو دولتي او نادولتي ادارو ته معلومات ورکول دي.

له دې سره هممهاله د کورنیو چارو وزارت لومړي معینیت د فرمانونو او حکمونو لوی ریاست له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د امیرالمومنین ټول فرمانونه او حکمونه به په ښه ډول عملي او په دې برخه کې به په هراړخیزه همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS