د پکتیکا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په مرکز او ولایتونو کې د دغې ادارې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د روزنیزو سیمینارونو لړۍ پیل کړې ده.
دا روزنیز سیمینارونه چې د هېواد په کچه د دغې ادارې کارکوونکو ته د مؤظف شویو کمېټو له لوري جوړېږي، رییسان، مشایخ، علمای کرام، کارپوه او تجربه لرونکي ښوونکي یې غړي دي.
په همدې لړ کې د پکتیکا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکي هم له دې سیمینار څخه برخمن شول او دوشنبه د ۱۴۴۵ قمري کال د ربیع الثاني پر نهمه پای ته ورسېد.
د دې روزنیزو سیمینارونو موخه، په امارتي او له امارتي ادارو سره اړوند خصوصي ادارو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت ډول او څرنګوالی، په اړوندو ادارو کې د اجرااتو د قانونیت نظارت او له امارتي او خصوصي مراجعو له مسوولینو سره د دغې ادارې د مسلکي غړو چلند او د همکارۍ څرنګوالی، د تقنیني سندونو رعایت او تطبیق، له اداري فساد څخه مخنیوی، یادو مراجعو کې د مؤثریت او روڼتیا رامنځته کول او په هېواد کې د اسلامي نظام لا بقا په ګوته شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا سیمینارونه د مرکز په ګډون د ولایتونو د ریاستونو او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت آمریتونو مسلکي غړو ته په ملکي، نظامي، استخباراتو او د ملي دفاع وزارت(قول اردوګانو او د ولایتونو فرقو) او د هېواد په کچه د ولسوالیو مسلکي غړو لپاره په پام کې نیول شوې دي.
