په هیواد کي د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان
ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چي د دغه فرمان د صدور د نېټې څخه وروسته په افغانستان کي د کوکنارو کښت په مطلق ډول ممنوع دی، تردې وروسته به هیڅوک پر خپلو مځکو باندي کوکنار نه کري، که هر چا کوکنار وکرل نو کښت به یې له مینځه وړل کيږي او په خپله به د شرعي چلند سره مخ کيږي.
همدارنګه په ټول هیواد کي د نشيي موادو د ټولو ډولونو؛ لکه: شراب، هیرویین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او د نورو ټولو نشه کوونکو شیانو استعمال، انتقال، خرڅلاو، تجارت، واردات او صادرات او د نشيي توکو د تولید کارخانې ممنوع دي.
که هر چا د دغه فرمان د حکمونو څخه سرغړونه وکړه، د اسلامي امارت عدلي او قضائي ارګانونو ته به معرفي کیږي او د سخت مجازات سره به مخ کيږي.
والسلام
د اسلامي امارت مشرتابه مقام